Ben Jones – بېن جونز
بشپړ نوم یې (Benjamin Allyn Jones) ده. د ۱۸۸۲ کال، د ډسمبر په ۳۱ نېټه، په متحده ایالتونو کې زېږېدلی او د ۱۹۶۱ کال، د جون په ۱۳نېټه، د متحده ایالتونو په لېګزنګټون کې مړ شوی. د امریکا د تورو برېډ اسونو روزونکی وو. جونز په روزل شوو اسونو کې یوازې شپږ د (the Kentucky Derby) لوبې ګټونکي وو او دوه اسونه د درېواړو لوبو ګټونکي (the Derby, the Preakness, and the Belmont Stakes) او یا هم د (Triple Crown) ګټونکي وو. یو اس د (Whirlaway) په نامه یادېده او په ۱۹۴۱ کال کې د درېواړو لوبو اتل شو او بل اس (Citation) نومېده کوم چې په ۱۹۴۸ کې درېواړه لوبې وګټلې.
جونز بېن په ۱۹۱۴ کې د اسونو روزنه پیل کړه، په ۱۹۳۲ کې د (Woolford Farm) فارم کې کار پیل کړ چېرې یې چې د (Kentucky Derby) لوبې ګټونکی د لارین (Lawrin) په نامه اس وروزه. په ۱۹۳۹ کې یې په (Calumet Farm) فارم کې دنده پیل کړه او په دې فارم کې د ( Pensive, Twilight Tear, Armed, Coaltown, Fervent, Faultless, Bewitch, Wistful, and Pot o’ Luck) په نامه اسونه روزلي. په ۱۹۴۷ کې د روزونکي له دندې تقاوت شو او د همدې فارم عمومي مدیر وټاکل شو. په همدې فارم کې یې زوی هورېس الین جونز (Horace Allyn Jones) هم روزونکی وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!