Benjamin Valentino – بېن جامېن والنتینو

په کال ۱۹۷۱ کې زېږېدلی. په (Dartmouth College) کې استاد او د سیاسي چارو کار پوه دی. په ۲۰ پېړۍ کې د ټول وژنې په اړه یې د ( Final Solutions: Mass Killing and Genocide in the 20th Century) په نوم په ۲۰۰۴ کې کتاب خپور کړ. کتاب ته یې ډېرو اکادمیکو رسنیو بیا کتنه کړې. په خپل کتاب کې یې د واکمن د نظریاتو په پرتله د واکمن انګېزې ته کتنه کړې او انګېزه یې د واکمنانو لخوا د ټولوژنې عمده فکتور ګڼلی. والنتینو په دې اند دی چې سیستم کې رسیزم او پارانویا (paranoia) ځای لرل د واکمن باورونه جوړوي او د ټول وژنې توجیه کوي.
 
پارانویا (paranoia) د زهني تکلیف یو حالت دی په کوم کې چې انسان د بل ازارول، شکنجه کول او مړه کول یا هم سارایي محکمو کې وژل په خپل فکر کې منطقي کړنه ګڼي، بې وجې بې دلیله له نورو سره حسادت، کینه او بخالت لري، خپل ځان ته تر نورو زیات اهمیت ورکوونکی او ځان تر نورو لوړ ګڼي، پارانویا ممکن په انسان کې د شخصیت اوږد مهاله بې نظمۍ له علایمو یو وي، ممکن نشه اي توکو کې د افراط له امله په دې ډول زهني تکلیف اخته شوی وي، یا هم د نورو عصبي تکلیفونو له امله پکې پیدا شوی حالت وي او یا هم د (schizophrenia) په نامه د زهني تکلیف له امله په دې ستونزه اخته شوی وي په کوم کې چې انسان له حقیقت سره اړیکه پرې کیږي
 
والنتینو ټول وژنه په دوه کټګوریو وېشلې لمړی د ملکیت سلب کول یا غصب کولو ټول وژنه، د ځواک په کارولو ټول وژنه د ملکیت سلب کول یا غصب کولو ټول وژنه کې په زوره شړل او وژل شامل دي، په شلمه پېړۍ کې د کمونېزم رژیم د کرنې د اصلاح پر وخت او اروپایانو په خپلو مستعمرو او کالونیو کې دې ډول ټول وژنې ته مخه کړې وه. دوېمه کټګورۍ کې له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته له جګړې ګټلو وروسته او یا هم د جګړې پر مهال امپریالستي نړۍ کې دا ډول ټول وژنه ترسره شوې.
 
والنتینو په دې اند نه دی چې اوتوریټاریانېزم (authoritarianism) او ټوټلي ټاریانېزم (totalitarianism) د ټول وژنې لامل شوی – اوتوریټاریانېزم لنډ تعریف د واک او خپلې ازادي لپاره له نورو ازادي او واک اخیستل ته وایي، د حکومت داسې شکل چې سیاسي کثرت یا زیات شمېر تنظیمونه نه مني، مرکزي ځواک کاروي تر څو اوسنی سیاسي وضعیت وساتي، د قانون پلي کېدنه پکې محدوده وي، رایه اچونه نشته وي، د واک وېش او یا جلا کېدنه نه مني.
ټوټلي ټاریانېزم – لنډ تعریف داسې حکومتي سیستم چې ټول واک له مرکزي دیکتاتور حکومت سره وي او ولایتونه یې تابع وي، د حکومت داسې شکل چې سیاسي تنظیم جوړونه پکې بند وي، که چېرې یوه ډله یا ګروپ له حکومت سره د اپوزیسیون یا سیاسي مخالفت هڅه وکړي مجرم ګڼل کیږي، د خلکو په عامه او شخصي ژوند کنټرول کوي.
 
والنتینو د ټول وژنې مفهوم په ۸ حالتونو کې بیان کړی د کوم چې درې تعریفونه د ټول وژنې له قانوني تعریف سره برابر دي (درې قانوني تعریف لرونکي یې د هټلر لخوا د یهودانو ټول وژنه یا هولوکوسټ، د ترکانو لخوا د ارمنیانو ټول وژنه او روانډا ټول وژنه ده). نورې پنځه ټول وژنې سیاسي وژنې دي سیاسي وژنو ته (politicide) وایي مانا یې په ځانګړو سیمو کې د ځانګړو خلکو وژنه ده، په دې ډول ټول وژنو کې د جورجیا جوزېف سټالین، د کمونست چین، د چین ماو زې دونګ د واکمنۍ پر مهال وژنې، د کمبودیا د پخواني ایالت کمپوچیا ټول وژنې، د کمونېزم رژیم پر ضد ګوتمالا کې ټول وژنې، د شوروي اتحاد پر مهال افغانستان کې ټول وژنې شاملې دي.
 
والنتینو په دې ټولو ټول وژنو کې د رژیم ډول او نظریات یا ایډیالوجي د ټول وژنې تشریح کوونکی فکتور او لامل نه ګڼي. په خپل کتاب کې یې د امپریالیستي سیستم ټول وژنې هم یادې کړي او لامل یې پورته یاد شوی ګڼلی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons