Bill of attainder – له ټولنیزو حقوقو د محرومه کولو حکم
په انګرېزۍ کې ورته (act of attainder or writ of attainder or bill of pains and penalties) هم وایي. د دې قانون له مخې یو مجرم پېژندل شوي کس یا ډلې ته ډېری وخت پرته له محکمه کېدو جزا ټاکل کیږي. له ټولنیزو حقوقو د محرومه کولو حکم نورمال قضايي بهیر وي او موخه یې د مجرم پېژندل شوي کس یا ډلې ټولنیز حقوق باطل کول وي په ځانګړې توګه د ملکیت لرلو حق ترې اخیستل کیږي او که چېرې ملکیت ولري وارثانو ته یې ملکیت ورکول کیږي، که چېرې د اشرافو د کورنۍ غړی وي د اشرافیت مقام ترې اخیستل کیږي او همداسې مخکې د همدې قانون له مخې د ژوند کولو حق ترې اخیستل کېده. یاد قانون د ۱۵۴۲ کال د جنورۍ په ۲۹ نېټه د انګلستان د پاچا اتم هنري پارلمان تصویب کړی وو او د همدې قانون له مخې یې ډېر کسان اعدام کړي وو چې له دې ډلې یې د خپلې کورۍ ځینې غړي او دوه ښځې او همداسې ډېر خپل وزیران هم وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!