Billbug – بېل بګ
د رینکوفورینا فرعي کورنۍ ده. د چاغ بدن لرونکې (stout-bodied) ټولې ورګې چې په کر کولیونیدای کورنۍ (family Curculionidae) کې شاملې دي او د حشراتو ډله یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. د بدن اوږدوالی یې تر ۵ سانتي متره (۲ انچه) پورې ده. ځینې رینکوفوروس (Rhynchophorus) په ګرمو سیمو کې پیدا کیږي چېرې چې د خرما په ونو کې غارونه کوي. په دې کې یو ډول کروېنتاتوس (cruentatus) چې لاروای یې تقریبا تر ۵ سانتي متره پورې دي، کله چې ګوپي ته ورته د خرما ونه (cabbage palms) کې سوری کوي کلک کلک اواز کوي. دا لاروای بچیان د امریکا په ګرمو سیمو کې هندیان یا خام خوري او یا یې په غوړو کې سره کوي او بیا یې خوري. یو بل ډول یې چې فېرو جینس (ferrugines) نومیږي په وچه شوې کوپره باند برید کوي. د بېل بګ نور نسلونه دیاپرېپس (Diaprepes)، رودو باینوس (Rhodobaenus )، سیتوفېلوس (Sitophilus) او سفېنوفوروس (Sphenophorus) دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!