Bird louse – د مرغانو سپږه
د امبلیسېرا او اېسکنوسېرا فرعي ډله (suborder Amblycera and Ischnocera) ده. د شخوند وهونکو سپږو دوه ګروپونه دي چې د ډلې نوم یې فتېرپتېرا (order Phthiraptera) ده. د مرغانو بدن کې اوسیږي او خواړه یې د مرغانو بڼکې، پوستکی او ځینې وخت د مرغانو وینه ده. دا سپږې تقریبا په ټولو مرغانو کې ژوند کوي او بې زېانه ګڼل کیږي خو که چېرې په مرغانو کې یې شمېر زېات شي نو مرغه له چاغېدو، هګۍ اچولو غورزولی شي او له دې سره مرغه اړ باسي چې خپل ځان په ګرولو ټپي کړي. کوم مرغان چې په مښوکه او پنجې ځان سم پاکولای (preen) نشي هغوی ترې زېات زېان ویني. تر ټولو اړین یې د چرګانو سپږې (chicken louse, Menopon pallidum) او د کوترې سپږې (pigeon louse, Lipeurus baculus) دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!