Black giant squirrel – تور غټ نولی
بل نوم یې (Malayan giant squirrel) ده. د ډول علمي نوم (Ratufa bicolor) یې ده. په سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په راتوفا نسل (genus Ratufa) او راتوفینای فرعي کورنۍ (subfamily Ratufinae) کې شامل ده. د بنګله دیش له شمال څخه د هند تر شمال ختیځ پورې، د نیپال په ختیځ کې، په بوتان او د چین په سوېل کې، میانمر (برما)، لاووس، تایلنډ، مالیزیا، کمبودیا، وېتنام او د اندونیزیا په لوېدیځ کې پیدا کیږي.
د ورځې لخوا فعالیت کوونکی او په ونو کې ژوند کوونکی ده. خو ډېر کم وخت خوړو پسې ځمکې ته هم راکوزیږي. کورونو او کرنې ته هېڅکله نه ځي او په طبیعي ځنګل کې ژوند کول خوښوي. خواړه یې تخمونه، پاڼې او میوې دي. یوازې ژوند کوونکی ده. یو یا دوه بچیان زېږوي. د ونو په سوریانو کې ځالې جوړوي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۳۵ تر ۵۸ سانتي متره او د لکۍ تر ۶۰ سانتي متره پورې رسیږي. د تنې پاسه برخه یې له تېز نسواري تر تور پورې رنګ لري او د تنې لاندې برخه یې روښانه نخودي رنګ کې وي.
د سمندر له سطحې د ۱۴۰۰ متره لوړو سیمو په ځنګلونو کې پیدا کیږي، په ډېرو سیمو کې د ژوند لپاره چاپېریال یې انسانانو د کرنې او استوګنځایونو لپاره ویجاړ کړی او د دې نولیانو په نسل کې د ۳۰% کموالي لامل شوی. په ځینو سیمو کې یې حکومتونو او په ځینو سیمو کې دودیزو پرېکړو د دې نولیانو ښکار بند کړی.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | راتوفینای |
نسل | راتوفا |
Comments
So empty here ... leave a comment!