Black rat – تور موږک
د ډول علمي نوم یې (Rattus rattus) دی. د کور موږک، د بېړۍ موږک او د چت موږک (ship rat, roof rat or house rat) نومونه هم ورته اخلي. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. هر څه خوړونکی دی او د بزګرو لپاره لوی افت دی. د غلې دانه یې تر ټولو خوښ خواړه دي.
په ۱۸ پېړۍ کې په لمړي ځل لاینیوس (Linnaeus) تشرېح کړی او په لمړیو کې په درې ډولونو وېشل شوی وو کوم چې اوس اعتبار نلري او ټول یو ډول ګڼل کیږي. پخوانۍ ډلبندي یې لاندې وګورئ
- Rattus rattus rattus (roof rat);
- Rattus rattus alexandrinus (Alexandrine rat);
- Rattus rattus frugivorus (fruit rat).
د بدن کچه یې له ۱۲ تر ۱۸ سانتي متره پورې او لکۍ یې له ۱۵ تر ۲۲ سانتي متره پورې اوږدیږي. له ۷۵ تر ۲۳۰ ګرامه پورې وزن کوي. نوم یې تور موږک ده خو په نورو رنګونو کې هم شته. د بدن عام پیدا کېدونکی رنګ یې تور رنګه نسواري رنګ وي.
په انګلستان کې په لمړي ځل په نورمان دوره کې لیدل شوی. شواهد ښي چې په اروپا کې له تاریخ وړاندې هم موجود وو. اصلي ځای یې تر اوسه مالوم نده او لامل یې د دې موږک ورکېدل او بېرته راپیدا کېدل او یا هم له انسان سره انتقالېدل دي. د ډي اېن اې شواهد ښي چې اصلي ځای یې اروپا نده او له سوېل ختیځې اسیا اروپا ته انتقال شوی.
د ډېرو ناروغیو فکتور ګڼل کیږي ځکه چې په خپله وینه کې ډېر ډوله باکتریا ساتلای شي. د (Yersinia pestis) په نامه باکتریا خپرولو کې یې هم مرسته کړې کوم چې د طاعون ناروغۍ (Black Death) لامل کیږي. اروپا ته د سوېل ختیځې اسیا ژو د سوداګریزو سمندري او سرکونو له لارې د طاعون ناروغي خپره کړې.
تور موږک هر څه خوړونکی ده. خواړه یې تخمونه، میوې، د وړو بوټو ساقې، پاڼې، مرخیړي، مختلف ډوله بې شمزي او شمزي لرونکي ژوي دي. په یوه ورځ کې تر ۱۵ ګرامه پورې خواړه خوري او ۱۵ ملي لیتره څښاک کوي. چاپیریال ته زیان اړونکي دي ځکه چې حشرې او مرغان خوري همداسې بزګرو ته لوی افت ده ځکه چې په هر ډول غلې ځان تغذیه کوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | مورینای |
نسل | راټوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!