Blackbuck – د هند توره ملا لرونکي انتېلوپ

د ډول علمي نوم یې (Antilope cervicapra) ده. د بو ویدای کورنۍ (Bovidae) د انتېلوپ یو ډول ده او اصلي ځای یې د هند لوړې هوارې دي. دا انتېلوپ په اصل کې د انتېلوپیني (Antilopini) توکم سره تړاو لري په کوم کې چې ګزېلې (gazelles) شاملې دي خو په دې توکم کې یې توپیر په نر کې ښکرونه دي چې تر ۵۰–۶۱ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. دواړه ښکرونه یې د V شکل کې وده کوي او کمه اندازه تاو یا پېچ لري. ښځینه یې زېړ ته ورته سور رنګ لري. د نر لاندې برخه یې سپینه وي. د نر وزن یې تر ۳۴–۴۵ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي، د مخکینو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۷۴–۸۸ سانتي متره پورې وي. همداسې ښځینه یې له نر څخه ډېرې وړې ندي او وزن یې تر ۳۱–۳۹ کیلو ګرامه پورې او لوړوالی یې هم یوازې یو څو سانتي متره له نر څخه کم وي. د نر او ښځې تر منځ یې توپیر د ښکرونو ده .
 
اساسا واښه خوړونکې دي او په هوارو سیمو کې لنډ واښه خوري خو په نیمه صحرا کې چېرې چې کافي شنه شته وي ژوند کولای شي. په وړو بوټو لرونکو یا د لرګیو لرونکو ونو سیمو کې ژوند کول نه خوښوي. د هند په راجستان سیمه کې د ورځې دوه ځلې اوبه څکي او دا چاره یې یو ډول عادت ګڼل کیږي. د هند په ګرمو سیمو کې لمر تحمل کولای شي خو په غرمه کې چې کله ګرمي ډېره شي د دوه یا درې ساعتونو لپاره سوری لټوي. د ورځې لخوا فعالې یا ژوند کوونکې دي.
 
مخکې د هند په ډېرو سیمو کې پیدا کېدې خو د انسانانو د شمېر له زېاتېدو سره د دې حیواناتو شمېر د ښکار له وجې په کمېدو شو. په کال ۱۹۴۷ کې یې شمېر ۸۰۰۰۰ اټکل شوی وو مګر یو وخت یې شمېر تر ۸۰۰۰ پورې ورسېده خو وروسته د حکومت لخوا په محفوظو سیمو کې وساتل شوې او بېرته یې شمېر تر ۲۵۰۰۰ پورې ورسېده.
 
د اومیندوارۍ نېټه یې تر ۶ میاشتو پورې ده او په کال کې تر دوه بچیانو پورې زېږولی شي. د مثل تولید یې د کال په هره میاشت کې امکان لري خو ځانګړې میاشتې یې فیبروري او د مارچ میاشتې او یا د اګسټ او سپتمبر میاشتې دي. نران یې خپله سیمه ټاکي او د خپلې سیمې له ښځینه سره جنسي نزدیکت کوي. دغه سیمه د جنسي نزدیکت پر وخت د څو هفتو لپاره ټاکل کیږي.
 
د دې حیواناتو طبعیي دښمن له کوم چې تېښته نشي کولای د هند چیتا پړانګان دي، له دښمن څخه د خپل لید په ذریعه ځان ساتنه کوي. مګر واړه بچیان یې د سورلنډي او یو ډول وحشي سپیانو لخوا هم ښکار کیږي.
Picture by Bernard DUPONT from FRANCE – Blackbucks (Antilope cervicapra), CC BY-SA 2.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=42297331

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons