Blesbok – د افریقا سره سپین انتېلوپ
د ډول علمي نوم یې (Damaliscus pygargus phillipsi) ده. د ساسابای (sassaby) سره ډېر نږدې تړاو لري. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل زرګونه وو خو ښکار یې نسل له ورکېدو سره مخ کړ خو بیا ځلې په شخصي فارمونو کې وساتل شول او بېرته یې نسل په زېاتېدو شو چې اوسمهال په جنوبي افریقا کې د انتېلوپ تر ټولو پرېمانه ډول ده. یو بل ډول یې چې د بونټبوک په نامه یادیږي او ازادې ګرځېدونکې دي نسل یې له ورکېدو سره مخ شو او تر اوسه بیا لکه د پخوا په څېر عامې پیدا کېدونکې ندي.
د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۸۵–۱۰۰ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۵۵–۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د ښکرونو اوږدوالی یې تر ۳۵–۵۰ سانتي متره پورې وي. د ښځینه ښکرونه یې له نر څخه لنډ او نري دي. بدن یې سور نصواري رنګ لري او خیټه یې سپین رنګ لري. د اومیندوارۍ موده یې ۸ میاشتې ده او کله یې چې بچیان پیدا شي له مور سره ګرځي.
Comments
So empty here ... leave a comment!