Blind mole rat – ړوند سارایي موږک

د سپالاسینای فرعي کورنۍ (subfamily Spalacinae) غړي دي. د غار وېستونکو، شخوند وهونکو ژو ۱۳ ډولونه دي. د ختیځې مدیترانې او تور سمندر په سیمو کې ژوند کوي. سارایي موږک ته ورته شکل لري. ببر استوانه اي بدن او د بدن لنډ غړي لري. بې سترګو او بې غوږو ښکاري خو دواړه لري او په وېښتو کې پټ وي, همداسې کوچنۍ لکۍ لري او بهر څرګنده نه وي.
 
یوازې په ځمکه ژوند کوونکي دي. په خپلو غاښونو د ځمکې لاندې شبکې ته ورته سوریان باسي. نرمه شوې خاوره د مخ او مخکینیو پښو په ذریعه د خپل ځان لاندې کوي او په وروستیو پښو یې شاته ټېل وهي. خواړه یې ریښې، پیاز غوټې دي خو کله کله د شپې لخوا د شنو بوټو ځینې برخې او تخمونه هم خوري. خپل وېستل شوي غار کې د خوړو د ذخیره کولو، ځالې جوړولو او د اداراو د دفع کولو لپاره جلا خونې جوړوي. په ژمي کې یې ښځه جلا ځای جوړوي او په همدې ځان کې جنسي نزدیکت کوي له یوې میاشتې اومیندوارۍ وروسته له یوه تر پنځو پورې بچیان زېږوي.

Subfamily Spalacinae

Palestine Mole-rat 1
Middle East Blind Mole Rat. Photo by Bassem

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons