Blue sheep – نیله پسه

د نسل نوم یې (genus Pseudois) ده او د (bharal) نوم هم ورته اخلي. پسه ته ورته دوه ډوله تی لرونکي حیوانات دي. د کورنۍ نوم یې بو ویدای (Bovidae) او د ډلې نوم ارتیو دکتیلا (Artiodactyla) ده. په ټول چین کې، له منګولیا تر هیمالیا پورې پیدا کیږي او په داسې پیچومي لرونکو غونډیو کې ژوند کوي چې هوارې نلري. نوم یې نیله پسه ایښودل شوی خو نه پسه ده او نه یې رنګ نیله ده او په حقیقت کې دا سلیټي خړ او سور نصواري رنګ لرونکې وزې ته ورته کاپرین (caprine) کاپرا وزې (genus Capra) ته ورته دي او د پسه له (genus Ovis) نسل سره یې نږدېوالی ډېر کم ده.
 
له جنسي مخې ډیمورفیک (dimorphic) یا دوه شکله لرونکي دي. نر یې تر ۶۰–۷۵ کیلو ګرامه او ښځینه یې ۳۵–۴۵ کیلو ګرامه پورې وزن لري. نر یې تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږده ښکرونه خو ښځینه یې ډېر واړه ښکرونه لري. اوسنیو مالیکولي مطالعو ښودلې چې نیله پسه تر پسه وزې ته ډېر نږدېوالی لري.
 
د چلند مطالعه یې ښي چې دواړه وزې او پسه ته ورته چلند لري. په ډله کې ژوند کوي، په بې ونو او بوټو پیچومي کې واښه خوري، ډېر وخت ډبریزه سیمه خوښوي او ډېر کم تر ۲۰۰ متره پورې له ډبریزو سیمو لرې ځي. داسې پیچومي له دې پسونو سره مرسته کوي چې له ښکار کوونکي په ډېره اسانۍ تېښته وکړای شي.
 
له ډېره وخته یې انسانان ښکار کوي خو عصري وسلو یې ښکار ډېر اسانه کړی. د چین په (Tsinghai) ایالت کې یې غوښه په مارکیټ کې خرڅیږي او له دې مارکیټونو اروپا ته صادریږي. ځینې سېلانیان هم د دې پسونو ښکار ته ورځي په ځانګړي ډول جرمانان. خو تر اوسه پورې یې نسل له ورکېدو سره نده مخ شوی او په ځینو سیمو کې اوس هم پرېمانه دي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons