Boll weevil – د پنبې د غوزې ګونګټه

علمي نوم یې انتونوموس ګراندیس (Anthonomus grandis) ده. د کورولیونیدای (family Curculionidae) کورنۍ ګونګټې دي، د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. چې په شمالي امریکا کې د پنبې افت ګڼل کیږي. په ۱۹۸۰ لسیزه کې له مکسیکو متحده ایالتونو ته انتقال شوې. او د ۹۰ کلونو لپاره د فصل تر ټولو زېان رسونکی افت ګڼل کېده. د مخنیوي لپاره یې په هماغه وخت کې کمپاین پېل شو او د مالاتیون حشره وژونکي (insecticide malathion) د دې ګونګټو پر ضد وکارېدل. که په فصل کې دا افت ورګډ شي نو له ۳۰ تر ۵۰ % پورې فصل خرابولی شي. په ۲۰۱۳ کال کې تیکزاس ایالت یوازینی ایالت وو چې د پنبې ګونګټې پکې شته وې.
د پنبې د ګونګټې د بدن کچه توپیر کوي او کچه یې د هغو خوړو د کچې سره تړاو لري کوم چې په لاروال دوره کې ترلاسه کوي خو منځنۍ کچه یې ۶ ملي متره ده. اوږد ډبل اوربوز لري چې کچه یې د بدن یو نیم برابره وي. د ویده کېدو څو دورې (dormant stage) لري او د بدن زېړ رنګ یې له زېړ خړ یا تور ته بدلیږي. ښځه یې د پنبې په غوټۍ یا غوزه کې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ پورې هګۍ کوي خو که چېرې دې غوټۍ یا غوزې ته د دې ګونګټو کومه بله ښځینه راغلې وي نو نورې ښځینه ګونګټې پکې هګۍ نکوي او ځانته بله غوزه لټوي. یوه هګۍ یې په ۳ هفتو کې په غټې ګونګټې بدلیږي او تر یو کال پورې لس نسلونه بدلوي. لاروای یې ټول خپل لاروا دوره د پنبې په غوزه کې تېروي او یوازې تخم له منځه نه وړي بلکې فایبر هم خوري. کله چې واړه پوپای او لاروای بچیان (larvae and pupae) د غوزې منځ کې وي نو د کیمیاوي توکو کارونه هېڅ ګټه نه رسوي. تر ټولو ښه درمل یې په کرنه کې بدلون ده که چېرې په یوه ځمکه مختلف فصلونه وکرل شي نسل کې یې کمی راتلای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons