Borer beetle – غار کیندونکې ګونګټې

د حشرو ټول ډولونه چې په انابیدای کورنۍ (family Anobiidae) کې شامل دي او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. د بدن کچه یې له ۱ تر ۹ ملي متره پورې ده. بدن یې استوانه اي شکل لري. کله چې لاس وروړل شي ځان په مړیني اچوي. تر ټولو نامتو او زېاتې پېژندل شوې غار کیندونکې ګونګټې د سګرټ ګونګټې (cigarette beetle)، درملتون ګونګټې (drugstore beetle) او فرنیچر ګونګټې (furniture beetle) دي. دا ګونګټې په درملو کې، تنباکو کې، د غلې په دانه کې، مساله جاتو او لرګیو کې ژوند کوي. غار کیندونکې ګونګټې نوم هغو ګونګټو ته هم کاریږي چې په ونه کې غارونه باسي او د سکولیتینای د فرعي کورنۍ (subfamily Scolytinae) سره تړاو لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons