Branch and twig borer – څانګو او لښتو کې غار کوونکې ګونګټې

د کورنۍ نوم یې بوس تریکیدای (family Bostrichidae)، په انګریزۍ کې ورته (false powder post-borers) نوم هم اخلي، د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده او تقریبا ۷۰۰ ډولونه لري کوم چې په وچو لرګیو یا د ونې د ساقې په لاندې برخه کې ژوند کوي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۳ تر ۲۰ ملي متره پورې شتون لري. کومې ګونګټې چې د مڼې یا د انګور تاک کې غار باسي خپل د مثل تولید په وچ یا مړه شوي لرګي کې کوي. یو ډول یې د تلیفون په کیبل کې غار باسي او که چېرې دې سوري ته لوندوالی ننوځي نو د شارټ سرکوېټ لامل کېدای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons