د ډول علمي نوم یې (Cavia aperea) دی. د ګیني خوګ یو ډول دی. په ارجنټینا، برازیل، بولیویا، کولمبیا، ایکوادور، ګایانا، پراګوې، یوروګوې او وېنزوېلا کې پیدا کیږي. له ګیني خوګ سره یې دوه رګه نسلونه هم شته. له ګیني خوګ څخه بدن کې اوږد او نری ده. بدن یې تر ۱۱ انچه پورې اوږدیږي او وزن یې تر ۶۳۷ ګرامه پورې رسیږي. ډېره کوچنۍ لکۍ لري. د ورځې لخوا ژوند کوونکی دی. د تنې پاسه برخه یې زیتون ته ورته نسواري رنګ لري او د تنې لاندې برخه یې کم رنګه زېړ رنګ کې وي. خواړه یې واښه دي، سهار وخته او ماښام کې ځان څروي. غارونه نه باسي خو د ځمکې د سطحې له پاسه کندې جوړوي.
Post Views: 185
Comments
So empty here ... leave a comment!