Brazilian porcupine – د برازیل شکوڼ

د ډول علمي نوم یې (Coendou prehensilis) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په برازیل، ارجنټینا، وېنزوېلا، ګیانا او بولیویا کې پیدا کیږي. په ایکوادور کې یوازې یو موندل شوی وو. د سمندر له سطحې په ۱۵۰۰ متره لوړو معتدلو ځنګلونو کې ژوند کوي.
 
بدن یې لنډ ډبل ازغي لري. د ازغیو رنګ یې سپین یا زېړ وي. د تنې لاندې برخه یې خړ رنګ لري. د نښلېدو وړ لکۍ لري، د لکۍ څوکه یې پورته لور ته تاو شوې وي. وزن یې تر ۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۵۰ سانتي متره وي د لکۍ اوږدوالی یې له تنې سره برابر وي.
 
د شپې لخوا فعال په ونه کې ژوند کوونکی دی. د ورځې لخوا د ونو په سوریانو کې ارام کوي. ډېر کم وخت د ځمکې سطحې ته راکوزیږي. خواړه یې لښتې، میوې او پاڼې دي. په پسرلي کې یو بچی زېږوي، تازه بچیان یې سور رنګ لري او له پیدا کېدو کم وخت وروسته یې د بدن وېښته اغزن کیږي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ اېرېتیزونتیدای
فرعي کورنۍ اېرېتیزونتینای
نسل کوېندو

Prehensile-tailed porcupine

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons