Bristletail – لکۍ ته ورته وېښته لرونکې لرونکې حشرې

د ډلې نوم یې ارکیوګ نېتا (order Archaeognatha) ده. د ابتدایي یا لومړنیو، بې وزرو حشرو ۳۵۰ ډولونه دي، د بدن اوږدوالی یې له ۵ تر ۲۰ ملي متره پورې ده. کله چې بشپړ وده وکړي د بطن په پای کې درې لکۍ ته ورته وېښته پیدا کیږي. وړې سترګې، او د خولې بهرنۍ برخې لري. د ځینو بدن یې پوښ لري. واړه بچیان یې په جوړښت کې غټو ته ورته دي او یوازینی توپیر یې د غټ له واړه سره د بدن کچه کې توپیر ده.
 
جنسي بلوغ ته په ۳ کلونو کې رسیږي او د ژوند موده یې تر ۷ کلونو پورې ده. په ټول ژوند کې تقریبا ۳۵ ځله کوریز (molt) کوي یا د بدن پوستکی بدلوي. په یو کال کې له ۳ تر ۵ ځلو پورې کوریز کوي. خواړه یې وچ توکي دي او ډېر وخت کاغذونه او کتابونه له منځه وړي.
 
تر اوسه یوه داسې لکۍ ته ورته وېښته لرونکې فوسیلي حشره موندل شوې چې له ۳۹۰ تر ۳۹۲ میلیونه کاله پورې زړه ګڼل کیږي.
Picture By Taken by Soebe in nothern Germany – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=110451

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons