Broad-headed spiny rat – پراخ سری اغزن موږک

د ډول علمي نوم یې (Clyomys laticeps) ده. د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول ده. د ایکیمي ایډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی ده. په کلایومیس نسل کې شامل ده. د ساینسي یا علمي نوم وروستاړی (laticeps) یې لاتینۍ کلیمه ده او مانا یې پراخ سری ده.
 
د تنې اوږدوالی یې له ۱۵ تر ۳۰ سانتي متره او د لکۍ له ۵ تر ۹ سانتي متره پورې او وزن یې له ۱۸۰ تر ۳۳۴ ګرامه پورې رسیږي. لنډ غوږونه او غړي لري. پښې یې ځواکمنې منګولې لري او منګولې یې د کیندلو لپاره مناسب جوړښت لري. د تنې د زیاتې برخې رنګ یې تور، زېړ رنګ یا سور رنګه وي د تنې لاندې برخه یا ګېډه یې خړه تقریبا سپینه وي. اصلي ځای یې د برازیل سوېل او د پراګوې ختیځ ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons