Bromoacetone – برومو اسېټون

یو عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې CH3COCH2Br دی، بې رنګه مایع ده، د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کاریږي، د اوښکو بهونې ځانګړنه لري. د نورو عضوي ترکیبونو لپاره پرېکرسر دی – په انګرېزۍ پرېکرسر (precursor) یو داسې ترکیب دی چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي. په طبیعي توګه یوازې ۱% پیدا کیږي او د تخمونو له بوي لرونکو غوړو تر لاسه کیږي. په لمړي ځل په ۱۹ پېړۍ کې تشرېح شوی. په مصنوعي توګه هم تولیدیږي. په سوداګریز مارکیټ کې هم موندل کیږي.
د کټلیټیک اسیدو سره د برومین او اسېټون له یو ځای کولو ترلاسه کیږي. لکه د نورو کېټونونو په څېر اسېټون هم د بېزونو یا اسیدو په شتون کې اېنولایز کیږي. که چېرې یو بېز موجود وي نو بروموفارم ترلاسه کیږي.
اسېټون او برومین برومو اسېټون جوړوي

په لمړۍ نړیواله جګړه کې د انګلستان او جرمني پوځونو د کیمیاوي وسلې په توګه کارولي. مخکې پولیسو هم د بلوا ضد په توګه کارول خو د زهري ځانګړنې له امله یې کارونه بنده کړه.

Bromoaceton
bromoaceton. Image by Arrowsmaster
Bromoacetone-3D-balls
Ball-and-stick model of the bromoacetone molecule, a compound used in tear gas.  Carbon, C: black
  Hydrogen, H: white
  Oxygen, O: red
  Bromine, Br: red-brown  Image by Jynto
 

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons