Bumblebee – ببره په غار کې ځاله کوونکې د شاتو مچۍ

د توکم نوم یې بمبیني (tribe Bombini) ده او په انګریزۍ کې (bumble bee) هم لیکل کیږي، ځینې خلک ورته د (humble-bee) نوم هم اخلي. دا د بمبیني توکم د ټولو حشرو عام نوم ده کومې چې اپیدای کورنۍ (family Apidae) او هیمېنوپتېرا (order Hymenoptera) ډله کې شاملې دي. دا مچۍ د نړۍ په ډېرو برخو کې شته خو په ګرمو سیمو کې خورا زېاتې عامې دي. د افریقا په لویه برخه کې نشته، د هند په ټیټو سیمو کې هم نه لیدل کیږي؛ استرالیا او نیوزلنډ ته انتقال شوي تر څو د ځینې ګلانو القاح یا د یو ګل بل ګل ته د ګردې انتقال کې مرسته وکړي.
 
ډېر پوهان یې په دوه ډوله وېش باندې اتفاق کوي: بامبس (Bombus) کومې چې ځالې جوړوي؛ پسي تیروس (Psithyrus) کومې چې پرازیتي مچۍ ګڼل کیږي.
په انګلستان کې د بامبس ۱۹ ډوله او د پسي تیروس ۶ ډوله پیدا کیږي. په شمالي امریکا کې د بامبس تقریبا ۵۰ ډوله او ځینې پسي تیروس ډولونه هم پیدا کیږي.
 
ببره په غار کې ځاله کوونکې د شاتو مچۍ ځواکمن له وېښتو ډک بدن لري، د بدن د اوږدوالي منځنۍ کچه یې له ۱.۵ تر ۲.۵ سانتي متره پورې ده، معمولا تور رنګ لري او په تور رنګ کې زېړې یا نارنجي پټی تاو شوې وي. ډېر وخت په ځمکه کې ځاله جوړوي او ځاله یې ډېر وخت د صحرایي موږکو یا مرغانو په غارونو کې وي.
د بامبس ډول یې ټولنیزې ځانګړتیاوې لري لکه په یو ترتیب شوي منظم ګروپ کې ژوند کوي، هره ځاله یې یوه ملکه لري، نران او کار کوونکي لري. پسي تیروس ډول یې کار کوونکې ډله نلري، د خپلو هګیو اچولو لپاره د بامبس ځالې ته ننوځي، کله یې چې هګۍ په بچیانو بدلې شي د بامبس کار کوونکې ډله یې روزنه او پالنه کوي. په انګلستان کې د پسي تیروس ویستالیس (Psithyrus vestalis) ډول چې کله د بامبس ځالې ته ننوځي د بامبس ملکې ته تر هغو نېښ ورکوي چې تر څو مړه شي.
 
د بامبس ملکه چې کله د ژمي له خوبه (hibernation) څخه پاڅیږي په خپله ځاله کې هګۍ کوي. لمړی د مثل تولید یې له څلورو تر اتو پورې د کار کوونکو مچیو ډله وي. کله چې دا مچۍ غټې شي سم د لاسه له ملکې د چارو امر اخلي تر څو له ګلانو ګرده راغونډه کړي او د ځالې د خیال ساتنې لپاره ځانونه وګماري. ملکه یې هګیو اچولو ته دوام ورکوي او کالونۍ یې په ودې پېل کوي. د ودې کچه یې له ۵۰ تر ۶۰۰ مچیو پورې ده. د اوړي پای کې چې کله ښه ډېر خواړه راغونډ کړي نران او نوې ملکه زېږول کیږي. د مني د پېل سره نږدې ملکه هګۍ اچول دروي او د کالونۍ غړي سره له ملکې یو یو مړه کیږي. په دې مچیو کې زېات نران له هغو هګیو پیدا کیږي چې د کار کوونکو ډلې اچولي وي او ځینې نران د ملکې له نا القاح شوو هګیو پیدا کیږي. د مني پر وخت چې کله ټولې مچۍ مړې شي په دې وخت کې د ځینې بوراګانو لاروای بچیان د دې مچیو په هګیو حمله کوي او خپل ځان ترې تغذیه کوي.
 
د بل فصل ملکه له هغو هګیو وده کوي کومې چې په ځاله کې پاتې وي. کله چې دا ملکه وده وکړي دا ځاله پرېدي او یو داسې غار پیدا کوي چېرې چې د ژمي خوب کولای شي. په دې غار کې دا یوازې ملکه په بل پسرلي کې بله ځاله او کالونۍ جوړوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons