Butterfly – کمبلی یا شاپېرک

د لمړۍ کورنۍ نوم یې پاپیلیونو ایدای (superfamily Papilionoidea) ده. اوسمهال په ۷ کورنیو وېشل شوي په کومو کې چې تقریبا ۱۴۰۰۰ ډولونه شامل دي. په دې کې پتنګ او کمبلی یا شاپېرک دواړه شامل دي کوم چې د حشرو لېپیدوپتېرا (Lepidoptera) ډله جوړوي. کمبلی تقریبا په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. لکه د پتنګ (moth) په څېر یې وزرونه، پښې او بدن په یوه ګرده پوښل شوي او که چېرې لمس شي دا ګرده ورڅخه پاکیږي. د پتنګ برعکس کمبلی په ورز کې فعال وي. له پتنګ سره یې بل توپیر داده چې کلب ته ورته انتن یا ښاخونه لري او کله چې ناست وي خپل وزرونه په عمودي ډول نیسي.
 
د کمبلي یا شاپېرک ۷ کورنۍ : پیریدای (Pieridae) چې سپین او سلفري رنګ لرونکي یې د پراخې ګډوالۍ له امله پېژندل شوي، پاپیلیونو ایدای (Papilionidae)، لیکای نیدای (Lycaenidae) او نیمفالیدای کورنۍ (Nymphalidae), هیدیلیدای (Hedylidae), هېسپیریدای (Hesperiidae) او ریونیدای (Riodinidae) دي.
د کورنۍ نوم په انګرېزۍ کې عام نوم ځانګړنې انځورونه
Hedylidae American moth-butterflies واړه دي، نسواري رنګ لري، انتنونو یې د بېخ لخوا د څوکې په لور ندي ډبل شوي، اوږده نرۍ ګېډه لري Macrosoma bahiata.jpg
Hesperiidae Skippers واړه دي، چټکه الوتنه کوي، انتنونونه یې وروسته لور ته تاو شوي، انتنونه یې د بېخ لخوا څوکې لور ته ډبل شوي Hesperia comma-01 (xndr).jpg
Lycaenidae Blues, coppers, hairstreaks واړه دي، روښانه رنګونه لري، انتنونو ته ورته وړې لکۍ لري Maculinea arion Large Blue Upperside SFrance 2009-07-18.jpg
Nymphalidae Brush-footed or four-footed butterflies روښان رنګونه لري AD2009Aug01 Vanessa atalanta 01.jpg
Papilionidae Swallowtails ډېری وخت یې وزرونه لکۍ لري Papilio troilus01.jpg
Pieridae Whites and allies معمولا سپین، زېړ یا نارنجي رنګ لري، د براسیکا بوټي افت ګڼل کیږي Large white spread wings.jpg
Riodinidae Metalmarks تور، نارنجي یا نیله رنګ لري، په یادو رنګونو کې د وسپنیز رنګ خاپونه وي Necyria bellona manco NovaraExpZoologischeTheilLepidopteraAtlasTaf36.jpg

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons