cabinet – کابینه

په سیاست کې د مشاورینو یوه تنه ده چې د هېواد مشر ته مشورې ورکوي او د دولتي څانګو مشري کوي. په هر هغه هېواد کې چې پارلمان مقننه ځواک ده هلته کابینه په حکومت کې د حکومت یو اړین جز یا عنصر ګڼل کیږي خو په هر هېواد کې یې شکل توپیر لري د شکل د توپیر تر ټولو ښې بېلګې یې انګلستان او متحده ایالتونه دي.
 
د کابینې سیستم له انګلستان څخه سرچینه اخیستې او په ۱۷ پېړۍ کې یې له پریوي شورا (Privy Council) څخه وده کړې. تر ۱۸ پېړۍ دا شورا ډېره لویه شوه نو د انګلستان پاچا دوېم چارلز (Charles II) چې د ۱۶۶۰–۸۵ کلونو ترمنځ په واک کې وو له دې شورا مشورې اخیستې. همداسې ان (Anne) چې د ۱۷۰۲–۱۴ کلونو تر منځ په واک کې وه له دې شورا سره تر پرېکړو مخکې لیدل. د دې لارښوونکو وزیرانو غونډه د ان په وخت کې په اوونۍ کې یو ځل او یا هره ورځ ترسره کېده. کله چې جورج ۱۷۱۴–۲۷ واک ته ورسېده هغه سم په انګرېزۍ نه پوهېده او له دې شورا سره چې اوسمهال کابینه نوم ورته اخلي لیده کاته بند کړل او له همدې امله په انګلستان کې د لمړي وزیر دفتر پرانیستل شو. په کال ۱۷۱۷ کې په تدریجي توګه د دې شورا مرکز د انګلستان صدر اعظم یا لمړی وزیر شو. د انګلستان لمړی صدر اعظم رابرټ ولپول (Sir Robert Walpole) وو.
 
په اوس وخت کې د انګلستان کابینه له ۱۵ تر ۲۵ کسانو پورې ده چې ټول د لمړي وزیر لخوا ټاکل شوي وزیران وي. همداسې لمړی وزیر یا صدر اعظم یې چې کله له ولسي جرګې (Commons or lower house of the Parliament) څخه زېاتې رایې ترلاسه کړي وروسته د شاهي کورنۍ لخوا ټاکل کیږي. پخوا لمړي وزیر د کابینې د ټاکلو واک لره خو اوس وخت کې د پارلمان مشران د حکومت جوړونې لپاره راغوښتل کیږي. لمړی وزیر خپله کابینه یا له خپل سیاسي تنظیم څخه جوړوي او یا یې له مختلفو ائتلافي تنظیمونو جوړوي. د کابینې ټول غړي باید د پارلمان غړي وي، همداسې لمړی وزیر هم باید د پارلمان غړی وي. کابینه یې د لمړي وزیر په رسمي دفتر کې سره راغونډیږي چې د لندن په ۱۰ ډونېنګ سټریټ (10 Downing Street, London) کې ده.
 
د کابینې هر غړی د خپلې څانګې مسولیت په غاړه لري خو پارلمان ته بیا ټوله کابینه د کړنو په اړه مسوله وي او ټول غړي باید د کابینې د پالیسۍ د دفاع وړتیا ولري. د کابینې غړي چې کله پالیسي جوړوي د دې حق لري چې له یو بل سره کلک مخالفت وښي خو چې کله پالیسي جوړه شي ټول باید مجبورا کلک ملاتړ ترې وکړي. که چېرې په ولسي جرګه کې د اعتماد کافي رایې ترلاسه نکړي او یا د بل تنظیم رایې زېاتې شي نو د کابینې له واکه د غورزېدو په مانا ده او یا په ټولیزه توګه له خپلې دندې د استعفا په مانا ده. ځینې نور ملکونو لکه هند، کاناډا، استرالیا او نیوز لنډ هم د انګلستان په څېر د کابینې سیستم لري.
 
اروپا
په اروپا کې هم حکومتونه د کابینې یا د وزیرانو د شورا سیستم لري خو سیستم یې له انګلستان سره څه اندازه توپیرونه لري. ۱۹ پېړۍ کې، په اروپا کې په تدریجي توګه چې کله د اساسي قانون لرونکي حکومتونه رامنځته شول نو د کابینې سیستم هم ورسره په تدریجي توګه وده وکړه. مخکې له دې پاچایانو د خپلو محکمو غړي د مختلفو کړنو او فعالیتونو لپاره کارول او ګمارل خو چې کله د اساسي قانون لرونکي حکومتونه رامنځته شول نو د پاچا وزیرانو ته یې نوی مقام ورکړ. په دې وخت کې منتخب پارلمانونه رامنځته شول او د هرې بودیجې لپاره د پارلمان تصدیق اړین وو او وزیران د دې لپاره وټاکل شول تر څو د حکومتي بهیر مسولیت له پاچا سره په غاړه واخلي، په ورته وخت کې یې د پاچا له پالیسۍ په پارلمان کې دفاع کوله. مخکې به دا وزیران د پاچا لخوا ټاکل کېدل خو وروسته په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې د وزیرانو ټاکلو واک لمړي وزیر ته وسپارل شو.
 
په ډېرو اروپایي ملکونو کې په ځانګړې توګه فرانسه او ایټالیا کې ډېرو تنظیمونو هڅه کړې چې پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي خو ندي توانېدلي او بیا یې له نورو وړو تنظیمونو سره ائتلاف کړی تر څو حکومت جوړ کړي. همداسې ایټالیا او فرانسه کې د زېاتو سیستمونو د شتون له امله تر اوسه متحد ائتلاف نده رامنځته شوی او له همدې امله ډېر تنظیمونه د اختلاف له وجې د اوږ وخت لپاره په واک کې ندي پاتې شوي.
 
په فرانسه کې، چارلز دو ګول (Charles de Gaulle) په کال ۱۹۵۸ کې چې کله پنځم جمهوریت تاسیس کړ پارلماني سیستم ته یې ادامه ورکړه خو لمړی وزیر او کابینه د ریس جمهور لخوا پکې ټاکل کېدل. دا چاره یې د دې لپاره ترسره کړه چې اجرایوي سیستم یې په کمزورتیاو باندې برلاسی شي. له دوېمې نړیوالې جګړې ورسته ستونزې ته لویدیځې جرمني بله حلاره پیدا کړه او حلاره یې داسې چې پارلمان هغه وخت یو لمړی وزیر له واکه لرې کولای شي چې یو بل داسې کس پیدا کړي چې پارلمان کې مطلق اکثریت ترلاسه کړي.
 
د متحده ایالتونو د ریس جمهور کابینه
د متحده ایالتونه کابینه په بشپړ توګه د انګلستان له کابینې سره توپیر لري. د کابینې غړي د اداري څانګې مشران وي او د سنا جرګې په موافقه یې ریس جمهور خوښوي، د کابینې غړي په کانګرېس کې کوم غړيتوب نلري. د متحده ایالتونو په اساسي قانون کې د کابینې ملاقات ته اړتیا نشته. د کابینې فعالیت اړین ده او په ټولیزه توګه کابینه کوم ځواک یا واک لکه د انګلستان د کابینې په څېر نلري.
 
د امریکا لمړي ریس جمهور جورج واشنګټن په تکراري توګه د خپل سیاسي ګروپ له مشرانو سره لیده کاته پېل کړل او په لمړي ځل د کابینې نوم هم همدې سیاسي مشرانو ته کارېده. جیمس ماډیسن (James Madison) په کال ۱۷۹۳ کې د جګړې او خزانې د څانګو له مشرانو سره مشورې او لیدنې لرلې او د ستونزو له زېاتېدو د وخت له تېرېدو سره کانګرېس نورې اجرایوي څانګې تاسیس کړې او بلاخره د ۲۱ پېړۍ په پېل کې د امریکا حکومت ۱۵ اجرایوي څانګې لرلې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons