Caddisfly – په وزرو وېښته لرونکې حشره

د ډلې نوم یې تریکوپتېرا (order Trichoptera) ده. پتنګ ته ورته حشرې دي، کله چې د شپې رڼا وګوري رڼا لور ته ورځي. د سیندونو جهیلونو او بندونو سره نږدې ژوند کوي. واړه لاروا بچیان یې په اوبو کې ژوند کوي او ډېر وخت کبان خپل ځان پرې تغذیه کوي. غټ یې کب نیونکي د کب نیونې لپاره کاروي. د غټو اوږدوالی یې له ۳ تر ۱۵ ملي متره پورې رسیږي. وزرونه یې له ۴ تر ۲۰ ملي متره پورې اوږدوالی لري. د وزرونو پراخوالی یې له ۸ تر ۴۰ ملي متره پورې رسیږي. کله چې ارام کوي خپل وزرونه لکه د درېدلې خیمې په څېر غونډوي او د بدن پاسنۍ برخه یې په وزرو پوښل شوې وي. وزرې یې وېښته لري. د نړۍ په ټولو تازه اوبو کې پیدا کیږي. د سمندري کډیسفلای یو ډول چې فیلانیسوس پلېبیوس (Philanisus plebeius) په نامه یادیږي د استرالیا او نیوزلنډ په ساحلي سیمو کې ژوند کوي. د اروپا ډول یې اینوایسیلا پوسیلا (Enoicyla pusilla) نومیږي او په وچه کې ژوند کوي. تر اوسه پورې یې ټول ۷۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي.
 
تر ۸۰۰ پورې هګۍ په یو جیل ډوله ماده کې کوي. د هګیو اچولو طریقه یې کډیسفلای ښځینه له هوا د اوبو سطحې ته کوزیږي او خپله خیټه په اوبو کې ډوبوي تر څو په اوبو کې هګۍ پرېدي، یا په اوبو کې پر ډبرو دا جیل ډوله ماده پرېدي او یا په هغو اوبلنو بوټو هګۍ کوي چې د اوبو په سطحه کې یې پاڼې ښکاري. له هګیو یې بچیان په څو ورزو کې راوځي خو د راوتلو موده او څرنګوالی یې په هر ډول کې توپیر کوي. ځینې په وزرو وېښته لرونکې حشرې ګیاه خوړونکې (herbivorous) دي، ځینې غوښه خوړونکي (carnivorous) او ځینې هر څه خوړونکي (carnivorous) دي. د ځینې ډولونو لاروا بچیان یې دغڼې ځالې ته ورته د کثافاتو ډېری جوړوي تر څو د ځان ساتنه وکړي؛ ځینې د تیلو قیف ته ورته ځاله جوړوي او ځاله یې هم د ډبرو تر منځ وي تر څو په روانو اوبو کې خواړه ونیوی شي. ځینې ازغیو ته ورته د ساتنې لپاره تونل جوړوي او ځینې بیا ګرزېدونکي دي او په اوبو کې ازاد ګرځي.
 
د لاروا د بچیانو لاندې شونډې ته یې لبیم (labium) وایي د کومې په ذریعه چې د خولې له لاړو یا لعاب څخه ورېښم ډوله تار تولیدوي. کوم ډولونه چې ګیاه خوړونکي دي تونل ته ورته ازغي لرونکی ځای د ځان د ساتنې لپاره جوړوي. له څو هفتو وروسته دا بچیان په پوپای بدلیږي او له خپل پټنځای څخه په لامبو وهلو د اوبو سطحې ته راخیږي. کډیسفلای څو هفتې ژوند کوي او ډېر وخت جنسي نزدیکت د پاڼو له پاسه یا د اوبو منځ کې د ډبرو له پاسه کوي. په یو کال کې یې یو نسل بدلیږي.
 
په وزرو وېښته لرونکې حشرې په اوبو کې ژوند کوونکې حشرې دي له همدې امله د اوبو تېزوالی، تازه والی، اوبو کې کیمیاوي توکي او اکسیجن ورته اړین ده. د ډېرو لاروا بچیان یې په اوبو کې د خوساشوو بوټو په کثافاتو، الګي، دیاتوم، او نباتاتو باندې ځان تغذیه کوي. ځینې یې د اوبو په نورو حشرو برید کوي. ځینې یې سخت توکي نشي خوړلی او د اوبلنو بوټو او ګلانو په شیره ځان تغذیه کوي چې په اوبو کې د بوټو د له منځه تلو لامل ګرځي. همداسې خپله په وزرو وېښته لرونکې حشرې د نورو اوبلنو حیواناتو لپاره اړین خواړه دي لکه د تازه اوبو کبان چې د په وزرو وېښته لرونکې حشرې لاروای او پوپای بچیان خوري. کله چې غټ شي او له اوبو بهر راووځي نو مرغان، چونګښې، اسمان څکالي او غڼې پرې خپل ځان تغذیه کوي. ډېرې په وزرو وېښته لرونکې حشرې د شپې لخوا الوتنه کوي او رڼا پسې د تګ سخت شوق کوي، کومې شپې چې تودې او لندې وي په وزرو وېښته لرونکې حشرې د رڼا سره ډېر لیدل کیږي.
 
په وزرو وېښته لرونکې حشرې څلور وزرونه لري، د وزرو د غشایي پردې یا په وزرو کې ښکارېدونکو رګونو له پاسه وېښته لري او یا په دواړو وېښته موجود وي. معمولا سر او سینه یې له وېښتو ډک وي، انتنونه یې د وزرو د اوږدوالي سره برابر وي. خوله یې بې حسه پیوند لري چې لبیل پالپي (labial palpi) ورته وېل کیږي. په وزرو او سر کې حس لرونکي غړي لري. د سینې لاندې هره برخه یې یوه جوړه قدم وهونکې یا فعالې پښې لري چې ټولټال شپږ پښې کیږي. د مثل د تولید لپاره سپېر ماتوزوا (Spermatozoa) په مستقیم ډول د نر لخوا ښځینه ته لېږدول کیږي او یا د کپسول له لارې لېږدول کیږي.
Picture By Bruce Marlin – Own work http://www.cirrusimage.com/Trichoptera_caddisfly.htm, CC BY-SA 2.5, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=664241

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons