Cairo spiny mouse – د قاهرې اغزنه مږه

د ډول علمي نوم یې (Acomys cahirinus) ده. د مصر اغزنې مږې، عربۍ اغزنې مږې یا عامې اغزنې مږې (common spiny mouse, Egyptian spiny mouse, or Arabian spiny mouse) نومونه هم ورته اخلي. د موریډای کورنۍ (family Muridae) غړې دي. د شپې لخوا ژوند کوونکی، شخوند وهونکی ژوی ده. د سهارا په شمال کې پیدا کیږي. په ډبریزو او ګرمو دښتو کې ژوند کوي. هر څه خوړونکې دي او په حشرو، د دښتو په بوټو، تخمونو، او حلزون ځان تغذیه کوي. د وړې کورنۍ ډله خپله کې ګډ ژوند کوي.
 
له ۴۳ تر ۸۵ ګرامه پورې وزن کوي. د بدن پاسه برخه یې شګې ته ورته نسواري، خړ نسواري رنګ لري او د تنې لاندې برخه یې سپین رنګه وي. ملا یې اغزن وېښته لري. پوز یې مخروطي او څوکه لرونکی وي، غټې سترګې لري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
               –
نسل اکومیس
Birmingham Nature Centre - Arabian Spiny Mouse - Andy Mabbett
Photo by Andy Mabbett

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons