California mouse – د کلیفورنیا مږه
د ډول علمي نوم یې (Peromyscus californicus) ده. په کریسیټیډای کورنۍ (family Cricetidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. د پېرومیسکوس نسل په کلیفورنیا ګروپ کې یوازینی ډول ده. د مکسیکو په شمال لوېدیځ او د کلیفورنیا له مرکزي سیمې تر سوېل پورې پیدا کیږي. په متحده ایالتونو کې د پېرومیسکوس نسل تر ټولو غټ ډول ده. مونوګاموس ده په دې مانا چې یوه جوړه خپله کې د مینې اړیکه لري او خپله کې تر پایه ګډ ژوند کوي او یا په بله مانا هر نر یې له هرې ښځې سره جنسي نزدیکت نکوي یوازې له خپلې جوړې سره د مثل تولید کوي. په لابراتوارونو کې د جنتیکي او نیروبیولوجي د څېړنو لپاره کاریږي. په دې ژو کې څېړونکو جوړې ته وفاداري او د مور او پلار لخوا د بچیانو پالنه هم مطالعه کړې.
غټ غوږونه لري، لکۍ یې له تنې اوږده وي. د بدن نسواري رنګ کې یې تور وېښته ګډ شوي وي. نیمه په ونه کې ژوند کوونکې ده خو ځالې په ځمکه جوړوي. په ځینې موسمونو کې د (Neotoma fuscipes) ځالو ته هم ځي. په یو کال کې تر شپږو پورې بچیان زېږوي نر یې د بچیانو پالنه کوي. نر یې ډېر وخت د سیمې د دفاع لپاره په جګړه کې بوخت وي او خواړه یې ښځه چمتو کوي. خواړه یې میوې، تخمونه، بوټي او ګلان دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | کریسيټیډای |
فرعي کورنۍ | نیوتومینای |
نسل | پېرومیسکوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!