Camel – اوښ
د نسل نوم یې کامېلوس (genus Camelus) ده، د شخوند وهونکو حیواناتو دوه ډوله دي، د اسیا او افریقا د وچو سیمو ژوي دي کوم چې ډېر وخته پورې پرته له اوبو څکلو مقاومت کولای شي. عربی اوښ چې انګریزۍ کې ورته دوه نومونه (Arabian camel, or dromedary) اخیستل کیږي او د ډول علمي نوم یې (Camelus dromedarius) ده په شا کې یو کوبی (hump) لري خو د مرکزي اسیا کورني شوي وحشي اوښان چې په انګریزۍ کې ورته (Bactrian camel) وایي او د ډول علمي نوم یې (Camelus bactrianus) ده په شا کې دوه کوبي (hump) لري.
اوښ د کامېلیدای (Camelidae) په کورنۍ کې طبقه بندي شوی کوم چې ۴۰ میلیونه کاله وړاندې په شمالي امریکا کې راڅرګند شول. په دې کورنۍ کې الپاکا (alpaca)، ایلاما (Ilama)، ګواناکو (guanaco) او ویکونا (vicuña) شامل دي. چې له دې ډلې څخه د لاما او او کامېلوس رامنځته کېدنه د ۲ او ۱۱ میلونه کاله وړاندې تر منځ اټکل شوې. اوښان د ۲،۶۰۰۰۰۰ تر ۱۱۷۰۰ کلونو وړاندې تر منځ د افریقا په تانزانیا او اسیا کې موجود وو. اوښان د ارتیو دکتیلا له ډلې ( order Artiodactyla) سره تړاو لري.
اوښ د صحرا کشتۍ ګڼل کیږي او ډېر وخت پرې د بار کته اچول شوې وي او یا د سورلی کولو لپاره زین (saddle) شوي وي. د دې تر څنګ یې له شودو، غوښې، وړۍ او له څرمنې (hides) ګټه اخیستل کیږي. د یو کوبي لرونکي اوښان (dromedary) د زېږېدیز کال څخه ۲۰۰۰–۱۳۰۰ وړاندې کلونو ترمنځ په عربستان کې کورني شوي او دوه کوبي لرونکي اوښان (Bactrian camel) د زېږېدیز کال څخه ۲۵۰۰ کاله وړاندې د افغانستان په شمال ختیځ او د ایران په شمال کې کورني شوي. د یو کوبي لرونکو اوښانو کورنی شوی اوسنی شمېر تقریبا ۱۳ میلیونه اټکل شوی چې د دې شمېر ډېره برخه په هند او د افریقا په هارن ټاپوزمه (Horn of Africa) کې دي. د یو کوبي لرونکي اوښانو وحشي نسل له منځه تللی خو په ۱۹ پېړۍ کې چې کوم اوښان استرالیا ته انتقال شوي وو اوسمهال بېرته وحشي شوي او ازاد ژوند لري.
د دوه کوبي لرونکو (Bactrian camel) کورني شوو اوښانو تر یو میلیون پورې اټکل شوی شمېر له منځني ختیځ څخه تر چین او منګولیا پورې سیمه کې ژوند کوي. د دې اوښانو وحشي نسل تر اوسه شته دی خو شمېر ېې ډېر کم ده، تر ۱۰۰۰ اوښانو پورې په ګوبي صحرا (Gobi Desert) کې ژوند کوي.
اوښ نرۍ اوږدې پښې، اوږده ښکته او بیا پورته شوې غاړه، وړوکی سر، لنډه لکۍ لري. پاسه شونډه یې بې اختیار خوځیږي او دوه برخې لري. دواړه ډولونه تر ۳ مترو پورې اوږده او تر ۲ متره پورې په کوبي کې لوړولی لري. نر یې له ۴۰۰ تر ۶۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي خو ښځینه یې ۱۰% له نر څخه وزن کې کمه وي. رنګ یې روښانه نصواري ده خو خړ رنګه هم شته دي. سترګې یې ځواکمن درانده باڼه لري چې د هوا لګېدو پر وخت د شګې مخه نیسي همداسې کولای شي خپلې پوزې ته فشار ورکړي او د پوزې سوریان بند کړي. اوښان رام شوي یا مطیع حیوانات دي خو که چېرې تنګ کړل شي نو لغته وهي او یا خوله لګوي.
اوښ په خپل بوټ یا سومان باندې قدم نه وهي بلکې خپل ټول وزن د درېمې او څلورمې ګوتې له بوټ یا سومان سره په نښتې هوارې برخې اچوي او نورې ګوتې یې وزن نه احساس کوي. د یو کوبي لرونکي اوښانو د پښې هواره برخه نرمه وي خو د دوه کوبي لرونکو کلکه وي. لکه د زارفې په څېر د اوښ په لاره تګ ګام پورته کول دي او د ګام پورته کولو پر وخت د یو اړخ دواړه پښې خوځوي. که چېرې د شپې لخوا پرې بار یوړل شي تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالوی شي ځکه چې د شپې لخوا تودوخه کمه وي.
که چېرې یوه سیمه وچکالي ووهي او په سیمه کې ټول غوییز، پسونه او وزې له منځه ولاړې شي نو ۸۰% اوښان بیا هم ژوندي پاتې کېدای شي ځکه چې بدن کې د اوبو له کمښت (dehydration) سره د مقاومت وړتیا لري. اوښان په سخته ګرمۍ کې تر ۷ ورزو پورې پرته له اوبو څکلو پاېدلی شي خو که چېرې شنه خواړه (forages) یې په کافي اندازه لوندوالی ولري تر لس میاشتو پورې بې اوبو ژوند کولای شي. د مالګینو اوبو څکل هم تحمل کولای شي.
بدن یې د اوبو له کمښت څخه وروسته چې کله خورا زېاتې اوبه وڅښي سم د لاسه اوبه جذبوي (rehydrates). په ۵ یا لس دقیقو کې یې بدن تر ۱۰۰ لیتره زېاتې اوبه جذب کولای شي. دغوییزو بدن په ناڅاپه توګه داسې د اوبو جذب نشي کولای که چېرې دومره اوبه جذب کړي د وینې سرې حجرې به یې وچاودیږي. د اوښ د اریتروسیټ یا د وینې سرې حجرې (erythrocyte) سریښ لرونکې (viscous) دي. له بلې خوا یې بدن کمه خوله کوي، د بدن وړۍ یې د بدن تودوخه له لاسه ورکولو ساتي (insulates) په دې مانا چې نه تودوخه بهر پرېدي او نه د بهر تودوخه د بدن داخل ته پرېدي. اوښ کولای شي د بدن تودوخه پرته له خولو کولو تر ۴۱ °C پورې لوړه وساتي کوم چې د اوښ د بدن او د چاپېریال د تودوخې په توپیر کې کموالی راولي چې په داسې عمل ترسره کولو بهرنۍ تودوخه نه جذب کوي بدن یې اوبه هم د خولې له لارې له لاسه نه ورکوي. اوښ کولای شي په بدن کې د اوبو کمښت (dehydration) دومره تحمل کړای شي چې د بدن وزن یې ۲۵–۳۰ % پورې کم شي کوم چې د نورو تی لرونکو لپاره مرګونې پایله لرلای شي.
همداسې اوښ له صحرایي وضعیت سره توافق لري کوم خواړه چې اوښ خوري پروتین نلري او نور تی لرونکي یې له خوړلو ډډه کوي لکه وچې پاڼې، ازغي او داسې نور بوټي. کله چې خواړه شته وي نو اوښ خورا زېات خوراک کوي او شحمي مواد په خپل ملا کې د کوبي په توګه ذخیره کوي. کله یې چې بدن دا شحمي مواد بېرته وکاروي کوبی یې په ورکېدو شي. له بلې خوا د بدن په یوه برخه کې د شحم ذخیره کول مرسته کوي چې د بدن نورو برخو کې تودوخه له منځه ویسي (dissipate heat).
که چېرې تړل شوي نه وي د څو ښځینه اوښانو ډله له یو نر سره یوځای کیږي. په درې یا څلور کلنۍ کې یې ښځینه د مثل په تولید پېل کوي. د نر بدن یې په درې یا څلور کلنۍ کې سپرم تولیدوي خو تر ۶ یا ۸ کلنۍ پورې له ښځینه سره دجنسي نزدیکت کوښښ نکوي. نران یې خپله د مثل د تولید لپاره سیالي کوي: یو نر له بل څخه د دایرې په شکل کې ګرد تاویږي او د یو بل په سر یا پښې خوله لګوي کوم نر چې د سیالۍ ګټونکی شي د سر په شا خوا یا څټ کې یو ډول مرغړي لري له کوم چې یو ډول ماده ترشح کوي. له دې وروسته له ټولو ښځینه اوښانو سره په جنسي نزدیکت پېل کوي. د اومیندوارۍ موده یې ۱۳- ۱۴ میاشتې ده او بچی (calf) چې وزن یې تر ۳۷ کیلو ګرامه پورې وي زېږوي. په ځینې نسلونو کې یوه اوښه تر ۳۵ کیلو ګرامه پورې شودې کوي خو نورمال کچه یې تر ۴ کیلو ګرامه پورې شودې دي. بچیان یې خپله مور تر ۱۱ میاشتو پورې روي خو په ډېرو سیمو کې په زوره ترې جلا کیږي او که پرېښودل شي د خپلې مور د رودلو موده یې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې ده. اوښه تر ۲۰ کلنۍ پورې د مثل تولید ته ادامه ورکولای شي او تر ۴۰ کالو پورې ژوند کوي.
Picture By Jjron – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=2831408
Comments
So empty here ... leave a comment!