Camel, cultur and economy – اوښ کلتور او اقتصاد
مرکزي اسیا، شمالي افریقا او منځني ختیځ به د اوښ له شتون پرته هېڅکله پرمختګ نه وای کړی. د یادو شوو سیمو د کلتور شتون هم له اوښ سره تړلی او په همدې وجه په دې کلتورونو کې اوښ یو ځانګړی کلتوري ارزښت لري. همداسې د بیدواین په نامه کوچیان (Bedouin) چې د عربستان په ټاپوزمه کې ژوند کوي، په دودیزه او اقتصادي توګه له اوښ سره تړاو لري. دې خلکو خپل خواړه د اوښ له غوښې او شودو چمتو کول او خپلې ټولې جامې یې د اوښ له وړۍ او پوستکي چمتو کولې. د سفر پر مهال یې د سورلۍ لپاره اوښان کارول تر څو خپل کلتور په نورو وپېژني او خپور یې کړي. په خپلو شعرونو کې چې د قصیده (qaṣīdah) په نامه خپاره شوي د اوښانو یادونه کړې چې ښځینه اوښه یا نقاه (nāqah) پکې خورا زېاته وفاداره یاده شوې. په دې کوچیانو کې د سړیانو شتمنۍ د اوښانو شمېر او د دې اوښانو چابکتیا او ځواک وو.
تر عصري دور پورې اوښ د کاروانونو له لارې د سوداګرۍ د ملا تیر وو. د کاروان سفر یوازې سوداګري نه وه بلکه په اسیا او افریقا کې له ښارونو بهر د مالوماتو لېږدولو او لاسته راوړلو سرچینه هم وه. په ورته توګه د اوښانو کاروان په ځینې اسلامي ملکونو کې کیسو لیکلو او ویلو ته هم لار پرانیسته لکه زر او یوه شپه (The Thousand and One Nights) کیسه. د عربو او پارس خلکو کلتور په کیسو غني کلتور ګڼل کیږي. په مرکزي اسیا کې د اوښانو کاروانونو د ورېښمو لارې (Silk Road) سوداګرۍ ته لار جوړه کړې وه له کومې لارې چې توکي د اروپا او اسیا تر منځ تبادله کېدل.
په اوسني وخت کې اوښ د ځایي اقتصاد یوه اړینه برخه ده. له دې پرته د منډې وهلو سپورت چې په ۲۰ پېړۍ کې پېل شوو په اوښانو تر سره کیږي. دا سپورت تر ډېره وخته د عربو په ټاپوزمه کې محدود وو خو اوسمهال تر استرالیا او متحده ایالتونو خپور شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!