Cancer – سرطان

سرطان د ناروغیو یوه ټولګه ده په کومو کې چې د حجرو غېرې نورمال وده شامله وي او دا حجرې د دې وړتیا لري چې په نورو حجرو برید وکړي او یا هم د بدن نورو برخو ته خپرې شي. سرطان د حجرو له غنچې (benign tumors) سره توپیر لري – د حجرو غنچه د بدن نورو برخو ته نه خپریدونکې وي خو که چېرې د حجرې غنچه مالیګنټ یا خپرېدونکې وي نو سرطاني تومور ګڼل کیږي.
 
ځینې علایم چې ممکن د سرطان له ودې سره په انسان کې راڅرګند شي غوټه یا مرغړی بدن کې پیدا کېدل، غیرې عادي د وینې جریان، اوږدمهاله ټوخی، بې لامله وزن له لاسه ورکول او د بولو په خوځښت کې تغیر دی. یاد علایم د نورو روغتیايي حالتونو علایم هم وي خو که چېرې انسان کې راڅرګند شي ازموینې کول اړین دي. تر ۱۰۰ زیات د سرطان ډولونه په انسان کې وده کولای شي.
 
په سرطان د اخته کېدونکو کسانو څخه ۲۲% د تباکو یا سګرټو څکونکي دي، همداسې ۱۰% یې زیات وزن لرونکي، ناسم خواړه خوړونکي یا هم هغه کسان چې خواړه یې نا مناسب او د بدن اړتیا نه پوره کوي، هغه کسان چې فزیکي فعالیت نه کوي او الکول څکونکي دي. نور لاملونه ځینې مکروبونه او یا د بدن عفوني کېدنه، د ایوانایز اټومونو لرونکو وړانګو ته څرګندېدل، د چاپېریال ککړتیا ده. د ودې حال کې هیوادونو کې ۱۵% سرطان د بي او سي زیړي له امله، هېلیکو باکټر پایلوري، انساني پاپیلوما ویروس، ایپستین بار ویروس او ایچ ای وي له امله پیدا کیږي. یاد شوي داسې فکتورونه دي چې د حجرې په جېن کې تغیر رامنځته کوي او د سرطان ودې کې مرسته کوي. د سرطان له ودې مخکې ډېرو جنیتیکي تغیرونه ته اړتیا وي تر څو د سرطان لامل شي. له ۵ تر ۱۰ % سرطان د جنتیکي نیمګرتیاو د میراث له امله پیدا کیږي. د سرطان تشخیص په علایمو او تلویزیوني ازموینو کیږي، له تشخیص وروسته یې په طبي انځورونو څېړنه ترسره کیږي او په بیوپسي یې تصدیق کیږي.
 
د سرطان د ځینې ډولونو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې یو کس سګرټ څکول بس کړي، خپل وزن په فزیکي سپورت کم وساتي، ډېره سبزي، وچه او تازه میوه وخوري، بشپړ غله وخوري – غله څو برخې لري د اوړو کېدو پر مهال یې پوستکی، نشایسته لرونکې برخه او ریښه جلا کیږي که چېرې یادې برخې یې نه وي جلا شوې بشپړ غله (whole grains) ورته ویل کیږي. د ځینې ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین تر څو دا ناروغۍ په انسان کې د سرطان لامل نشي لکه د تور زیړي واکسین، په ډبلیو کې د ساتل شوو خوړو له خوړلو ډډه کول، په یخچالونو کې د کیمیاوي موادو په ذریعه ساتل شوې غوښې له خوړلو ډډه کول، د لمر بې کچې تېز پیتاوي ته نه کېناستل.
 
که چېرې په پیل کې د رحم سرطان په تلویزیوني ازموینو تشخیص شي نو د روغتیا ترلاسه کولو چانس ډېروي. خو دتیانو سرطان بیا په تلویزیوني ازموینو کم وخت موندل کیدای شي. د سرطان درملنه ډېری وخت د جراحي، وړانګو، د کیمیاوي درملو، او د مالیکولي درملنې په ترکیب کیږي. د درملنې اړینه برخه یې د درد او علایمو مخنیوی هم دي. کوم کسان چې د سرطان د درد له امله کړیږي د درد تسکین یې اړین دی. د ژوندي پاتې کېدو چانس د سرطان له ډول سره تړاو لري او د سرطان له ودې سره تړاو لري که چېرې وروستي پړاو کې یې درملنه پیل شي همدومره د ژوندي پاتې کېدو چانس کم وي.
 
په ۲۰۱۵ کې په ټوله نړۍ کې ۹۰.۵ میلونه کسانو سرطان لره، په ۲۰۱۹ کې د سرطان لرونکو شمېر په ټوله نړۍ کې ۲۳.۶ ته زیات شوی وو. په ټوله نړۍ کې یې د۱۰ میلیونه کسانو ژوند اخیستی وو.
 
په نرانو کې ترټولو عام سرطان د سږو سرطان، د پروستات سرطان، دغټې کلمې سرطان او د معدې سرطان دی. په ښځو کې تر ټولو عام سرطان د تیانو سرطان، د رحم سرطان، د سږو او غټې کلمې سرطان دی. په کوچنیانو کې د وینې سرطان او د مغز سرطاني تومور عام دی. د عمر له زیاتېدو سره د سرطان خطر هم زیاتیږي. د سرطان په ډېری ډولونو خلک په پرمختللو هیوادونو کې اخته کیږي خو ځینې ډولونه یې بیا په وروسته پاتې هیوادونو کې د خلکو ژوند اخلي. په ۲۰۱۰ کال کې د سرطان د درملنې مالي لګښت ۱.۱۶ ټریلیونه ډالر اټکل شوی وو.

د سرطان لپاره د انګریزۍ نوم د یونانۍ کلیمې له (καρκίνος) اخیستل شوی مانا یې چنګاښ ده. د سرطان پښتو مانا هم چنګاښ ده او خپله سرطان کلیمه پښتو نه ده. د یونان ډاکټر بقراط او ګېلن ځینې تومورونه د چنګاښ له شکل سره پرتله کړي وو خو په انګریزۍ کې د عصري طب مانا په ۱۶۰۰ کال کې اضافه شوې.
 
سرطان د ناروغیو لویه کورنۍ رانغاړي کومو کې چې د حجرې غېرې نورمال وده شامله وي او دا حجرې د دې وړتیا لري چې د بدن نورو برخو ته خپرې شي. د نیوپلازمونو (neoplasms) فرعي سېټ جوړوي، په طب کې (neoplasms) د نسجونو نوې او غیرې عادي ودې ته وایي په ځانګړې توګه داسې وده چې د سرطان ځانګړنه وي.
 
ټول تومورونه د سرطان شپږ هالمارکونه (six hallmarks of cancer) ښي. هالمارک د تومور مخکې شپږ خو اوسمهال اته بیولوجیکي وړتیاوې دي کومو ته چې د انساني تومور د ودې پر مهال اړتیا وي. دا شپږ وړتیاوې یوه اړتیا ده تر څو سرطاني تومور وده وکړي، شپږ وړتیاوې لاندې یادې شوي :
 
– له مناسب سګنال پرته د حجرو وده او وېش
– د برعکس سګنال په صورت کې بیا هم د حجرو د ودې او وېش ادامه
– د حجرې د پروګرام شوي مرګ مخنیوی
– د حجرو د وېش نا محدوده شمېر
– د وینې د رګونو په جوړېدو کې ترویج
– د نسجونو خپرېدنه او د میټاسټازونو (metastases) جوړېدنه

نښې او علایم
کله چې سرطان پیل شي کومه ځانګړې نښه نلري. علایم یې هغه وخت را څرګندیږي کله چې د حجرو تنه لویه شي او یا ټپ پیدا کړي. له علایمو تشخیص د سرطان له ډول او ځای سره تړاو لري. ځینې علایم یې یوازې په هغو کسانو کې پیدا کیږي کوم چې په نورو ځانګړو روغتیایي حالتونو اخته وي. د سرطان تشخیص ستونزمنه چاره ده او ډېری وخت ممکن بل روغتیایي حالت ته د سرطان ګمان وشي او یا هم سرطان ته د بل روغتیاي حالت ګمان وشي. هغو ناروغیو ته چې ځانګړي علایم نلري او د بلې ناروغۍ ګمان ورته کیدلی شي په انګریزۍ کې (great imitator) وایي. تر تشخیص وړاندې ممکن ناروغ کس زیات تشویش وکړي. کومو کسانو کې چې سرطان تشخیص شوی وي دوه ځلې تر نورو زیات د ځان وژنې له خطر سره مخ وي.

سیمه ایز علایم
د سرطان سیمه ایز علایم د حجرو د تنې له امله یا د همدې تنې د ټپي کېدو له امله رامنځته کیږي. د بېلګې په توګه د سږو د سرطان غیرې عادي حجرې کولای شي (bronchus) بند کړي – په سږو کې (bronchus) د هوا د تېرېدو عمده لارې دي د هوا له تونل څخه جلا شوي وي. که چېرې دا برخه بنده شي د ټوخي پیدا کېدو او نمونیا لامل کیږي. د مرۍ سرطان کولای شي مرۍ تنګه کړي او د مرۍ په تنګېدو سره د مړۍ تېرول ستونزمن شي او د تېرولو پر وخت درد احساس شي. د غټې کلمې سرطان د بولو مخه بندولای شي. د نر په هګیو کې او د نر او ښځې په تیانو کې سرطان کولای شي د لیدلو او موندلو وړ غوټه پیدا کړي. که چېرې سرطاني حجرې ټپي شي نو د وینې د جریان لامل کېدای شي لکه د سږو سرطان کې له ټوخي سره وینه، د غټې کلمې او وینې سرطان کې له بولو سره وینه، د مثانې سرطان کې له ادرارو سره وینه، د رحم په سرطان کې له رحم د وینې جریان. نور سیمه ایز علایم ممکن د سرطان د حجرو په برخه کې ممکن درد وي. د سرطان ځینې ډولونه په سینه او ګیډه کې د عفوني کېدو یا مایع پیدا کېدو لامل کیږي.

سیستماتیک علایم

سرطان ته د بدن د غبرګون له امله ممکن سیستماتیک علایم را څرګند شي. په دې کې د وزن له لاسه ورکول، ستړیا، پوستکي کې بدلون رامنځته کېدل شامل دي. د سرطان ځینې ډولونه د سیستماتیک پړسوب حالت رامنځته کېدو لامل کیږي او دا چاره د عضلاتو کمزورتیا رامنځته کوي او د عضلاتو حجم کې کمی راولي، د عضلاتو همدې حالت ته طب کې (cachexia) وایي.
د سرطان ځینې ډولونه د دوامدارې تبې لامل کیږي لکه د ځیګر سرطان، د پښتورګو سرطان، د وینې سرطان. د (paraneoplastic syndromes) په نامه تومور کوم چې بدن کې مالیکول تولیدوي او ځینې هورمونونه د سرطان ځینې سیستماتیک علایم پیدا کوي لکه د زهني حالت تغیر، قبضیت، په بدن کې د اوبو کمېدنه، په وینه کې د سودیم کم غلظت، سرد درد، کانګې.

د بدن نورو برخو ته د سرطان انتقال
Metastasis
په طب کې (Metastasis) د بدن نورو برخو ته د سرطان انتقال ته وایي. کوم تومورونه چې نورو برخو ته انتقال شوي وي د (metastatic tumors) نوم ورته اخیستل کیږي خو اصلي تومور یا له کوم چې خپرو شوو تومورونو سرچینه اخیستي وي د (primary tumor) په نوم یادیږي. تقریبا د سرطان ټول ډولونه د بدن نورو برخو ته د خپرېدو وړتیا لري. د بدن نورو برخو ته د سرطان خپرېدنه په وروستي پړاو کې تر سره کیږي، خپرېدنه یې د وینې له لارې او یا د لنفاوي سیستم له لارې او یا د دواړو له لارې کیږي. د سرطان هر ډول مختلفو او ځانګړو غړو ته د خپرېدو لیوالتیا لري خو تر ټولو عام غړي وینه، هډوکي، مغز، ځیګر او سږي دي.

لاملونه
تقریبا ۹۰–۹۵% پورې د سرطان لامل، د ژوند څرنګوالي او چاپیریال له امله د جنتیکي تغیر له وجې رامنځته کیږي. نور ۵ تر ۱۰ % د جنتیکي میراث له امله پیدا کیږي. چاپیریالي عوامل یې هغه عوامل دي چې د کورنۍ میراث نه وي لکه د ژوند څرنګوالی، اقتصادي وضعیت، عادتونه، د چاپیریال ککړتیا او داسې نور. ۲۵ تر ۳۰ % پورې د سرطان لامل د سګرټو څکول، ناسم یا نامناسب خواړه او ډېر وزن دی. ۳۰–۳۵% پورې ځینې ناروغۍ دي، ۱۰ % ایونایز او غیرې ایونایز وړانګې او د فزیکي فعالیت نه کول دي. سټرس د سرطان پیدا کېدو لامل نه دی ګڼل شوی خو کوم کسان چې سرطان لري سټرس کولای شي خرابې پایلې ورته ولري.

کیمیاوي توکي
ځینې توکو ته د بدن څرګندتیا د سرطان د ځینې ډولونو لامل کیدای شي، دې توکو ته کارسینوجن (carcinogen) نوم اخلي. د سګرټو څکول تقریبا ۹۰ % د سرطان لامل کیږي، له دې پرته په مرۍ، حلق، سر، غاړې، معده، مثانې، پښتورګو، لوز المعدې کې هم سرطان پیدا کوي. د تباکو په لوګي کې د نیټرو سامین، څو حلقي اي اروماتیک کاربنونه په شمول تر ۵۰ زیات پیژندل شوي کارسینوجنونه موجود وي.
 
له هرو هغو پنځه کسانو چې په ټوله نړۍ کې د سرطان له امله مړه کیږي یو کس یې د سګرټو له امله په سرطان اخته شوی وي. په پرمختللو هیوادونو کې له هرو درې هغو کسانو چې د سرطان له امله مړه کیږي یو یې د سګرټو له امله په سرطان اخته شوی وي.
 
په لویدیځه اروپا کې، ۱۰% نران او ۳% ښځې د الکولو له امله په سرطان اخته کیږي په ځانګړې توګه د ځیګر سرطان، د هاضمې د کانال سرطان. په کاري چاپیریال کې کیمیاوي توکو ته څرګندتیا له ۲ تر ۲۰ % د سرطان لامل کیږي. پټرول هم د وینې سرطان پیدا کوي. همداسې (perfluorooctanoic acid) ته څرګندېدل کوم چې د ټېفلون په تولید کې زیات کاریږي دوه ډوله سرطان پیدا کولای شي.

خواړه او سپورت
د سرطان له امله ۳۰–۳۵% مړینه له خوړو، فزیکي بې فعالیتي او زیات وزن یا څوربوالي له امله ده. په متحده ایالتونو کې زیات وزن د سرطان د زیاتو ډولونو یو عامل ګڼل کیږي. د انګلستان یوې مطالعې ښودلې چې د سرطان لس ډولونه د زیات وزن له امله رامنځته کیږي او په انګلستان کې هر کال تر ۱۲۰۰۰ زرو پورې کسانو کې دا لس ډوله سرطان تشخیص کیږي. فزیکي بې فعالیتي د انسان په انډوکراین سیستم او ایمني سیستم منفي اغیز لري او د سرطان د خطر په زیاتېدو کې ونډه اخلي. د نورمال ودې لپاره چې کومو خوړو ته اړتیا وي له دې زیاتو خوړو ته بې کچې زیات خوراک وایي په انګریزۍ کې ورته (overnutrition) نوم اخلي، بې کچې زیات خواړه د سرطان پیدا کېدو کې مرسته کوي.
 
ځینې خواړه که ډېر وخوړل شي نو ځانګړی سرطان پیدا کوي لکه بې کچې مالګه لرونکي خواړه د معدې سرطان پیدا کولی شي، که چېرې هر ډول خواړه په (Aflatoxin B1) ککړ وي کوم چې یو ډول کارسینو جن ګڼل کیږي د ځیګر سرطان پیدا کولای شي، که زیات خرمایي رنګه سپاره باندې، چې یو ډول مغزي دي او په انګریزۍ کې ورته (Betel nut) نوم اخلي شخوند ووهل شي د خولې سرطان پیدا کولای شي.

عفوني کوونکې ناروغۍ
ځینې ویروسونه، پرازیتي ناروغۍ او باکتریاي عفونیت کولای شي د سرطان ځانګړی ډول رامنځته کړي. په ټوله نړۍ کې ۱۸ % د سرطان له امله مړینه د عفوني کوونکو ناروغیو له امله رامنځته شوی سرطان دی. په دې کې لویه برخه په افریقايي هیوادونو کې او کوچنۍ برخه یې په پرمختللو هیوادونو کې ده.
 
اونکو ویروسونه هغه ویروس ته وایي چې د سرطان پیدا کېدو لامل کیږي، په دې کې د انساني پاپیلوما ویروس په شمول د رحم سرطان پیدا کولای شي. اېپستین بار ویروس، د کاپوسي سرکوما هېرپېس ویروس د کوپسي سرکوما سرطان پیدا کوي – په دې سرطان کې د پوستکي په سطحه او لنفاوي مرغړیو کې غوټې پیدا کیږي. د بي او سي زیړي ویروس د ځیګر د سرطان تر ټولو عام ډول هېپاتوسېلولر کرسینوما پیدا کولای شي. په وینه کې د ویروس ځینې ډولونه د وینې سرطان لامل کیدای شي.
 
له باکتریا عفوني کېدنه هم د سرطان پیدا کېدو عامل کېدای شي لکه له هېلوکوباکتېر پیلوري د معدې سرطان پیدا کېدای شي. شیستوزوما هماتوبیوم د مثانې سرطان، په ځیګر کې د فلوک له امله د صفرا د تونل سرطان پیدا کولای شي.

وړانګې
ماوراء بنفش وړانګو او راډیو اکتیف توکو ته څرګندېدل د سرطان پیدا کېدو عامل کېدای شي. د پوستکي (non-melanoma) سرطان د لمر د ماوراء بنفش وړانګو له امله پیدا کیږي. ایونایز وړانګې که سرچینه له طبي انځور او راډون ګاز هم وي د پوستکي سرطان پیدا کولای شي. ایوانایز وړانګې داسې وړانګې نه ګڼل کیږي کومې چې د جنتیکي دایمي تغیر ځواکمنه وړتیا ولري. د بېلګې په توګه راډون ګاز د سرطان داسې خطر پیدا کولای شي لکه یو کس د بل د سګرټو دود تنفس کړي په دې مانا چې خپله د سګرټو څښونکی د سرطان له مستقیم خطر سره مخ دی او دوېم کس کې یې امکان کم دی. خو که چېرې راډون ګاز له داسې نورو توکو سره ترکیب وکړي چې د سرطان پیدا کېدو عامل وي نو بیا د راډون اغیز د سرطان لامل کېدو کې ځواکمن وي.
وړانګې د ژو په ډېرو برخو کې او په هر عمر کې سرطان پیدا کولای شي. وړانګې کولای شي په کوچنیانو کې د وینې سرطان لامل شي. د لویانو په پرتله په ماشومانو وړانګې دوه ځلې زیات اغیز لرلای او په سرطان یې اخته کولای شي خو که چېرې له زیږېدو مخکې ماشوم طبي وړانګو ته او یا هم که وړانګې له کومې بلې سرچینې وي څرګند شي اغیز یې په نا پیدا شوي ماشوم لس ځلې زیات دی.
په طب کې د ایونایز وړانګو کارېدنه کمه ده خو د سرطان پیدا کولو خطر یې زیات دی. ځینې وخت ایونایز وړانګې د سرطان د درملنې لپاره کاریږي خو په دې وړانګو د سرطان درملنه د سرطان بل ډول هم پیدا کولای شي. له دې پرته د طبي انځورونو لپاره هم کاریږي.
لمر او ماوراء بنفش وړانګو ته اوږد مهاله څرګندتیا د پوستکي سرطاني تومور او د پوستکي د سرطان مېلانوما ډول پیدا کولای شي. له مبایل یا ګرځنده ټیلیفون او د بریښنایي ځواک له انتقال څخه غیرې ایوانایز د راډیو فریکوینسي وړانګې د روغتیا نړیوالې ادارې او د سرطان د څېړنو نړیوالې ایجنسۍ لخوا ممکن کارسینوجېن ګڼل شوي – کارسینو جېن هغه کیمیاوي توکي چې د سرطان پیدا کېدو لامل کیږي. خو کوم داسې شواهد تر اوسه نه دي موندل شوي چې له سرطان سره یې اړیکه تصدیق کړي.

میراث
د سرطان ډیری ډولونه غیرې میراثي دي د همدې لپاره په انګریزۍ کې (sporadic) کلیمه کاریږي مانا یې انفرادي، په نا منظم انټروال کې یوازې یو څو ځایونو کې پېښېدونکی ده. کوم سرطان چې میراثي وي لامل یې د جنتیکي نیمګړتیاو انتقال دی. په نړۍ کې ۰.۳% خلک په خپل ځان کې جنتیکي تغیر لري کوم چې له مور او پلار په میراث ور انتقال شوی. کوم کسان چې په جېنونو کې (BRCA1 and BRCA2) جنتیکي تغیر لري ۷۵% د تیانو، هګیو او (hereditary nonpolyposis colorectal cancer) سرطان له خطر سره مخ دي.
کوم کسان چې لوړ قد لري د ټیټ قد لرونکي په پرتله زیات د سرطان د ودې له خطر سره مخ دي ځکه چې بدن یې د ټیټ قد لرونکي په پرتله زیاتې حجرې لري او په اسانۍ سره میراثي سرطان وده پکې کولای شي.

فزیکي عوامل
د ځینو توکو د کیمیاوي اغیز په ځای فزیکي اغیز د سرطان لامل کیږي. ښه بېلګه یې اسبېسټوس (asbestos) ته اوږدمهاله فزیکي څرګندتیا ده – اسبېسټوس تودوخې سره مقاومت لرونکی فایبري سیلیکاټ منرال دی په انسان کې دمیزیو تیلیوما سرطان پیدا کوي. میزیو تیلیوما (mesothelioma) د سېروس غشا (serous membrane) سرطان دی – سېروس غشا لیسوتیلیل نسجونه (mesothelial tissue) دي او د بدن په داخل کې جوفونه یا د خالي ځایونو استر وي په ځانګړې توګه د سږو استر، استر یې له دوه طبقو جوړ وي او له سیروم څخه ترلاسه شوې مایع یې لوند ساتي، په بدن کې (peritoneum, pericardium, and pleura) مختلفې سیروس غشا ګانې دي.
 
له دې پرته د ډبرو وړۍ، د ښیښې وړۍ، اتاپولجیت او ولاسټونیټ هم بدن کې سرطان پیدا کوي. غیرې فایبري توکي چې فزیکي اغیز یې انسان کې سرطان پیدا کوي وسپنیز د کوبالت پوډر، وسپنیز د نکل پوډر، کرسټالین سیلیکا لکه کوارټز، کریسټو بالیټ او ټریډیمیټ دي. د سرطان د پیدا کولو لپاره باید یاد توکي بدن ته د تنفس یا کومې بلې لارې څو کاله په دوامداره توګه داخل شي لنډمهاله څرګندتیا یې خطر نه پیدا کوي. ډیری خلک چې په دې صنعت کې کار کوي د څو کالو په اوږدو کې یې په بدن کې سرطان وده کولای شي.
 
فزیکي ضربه لکه د هډوکي ماتېدل او په سرطان بدلېدل تر اوسه نه دي تصدیق شوي. همداسې د رحم، تیانو او مغز سرطان هم له ضربې څخه نشي پیدا کېدلی. خو د بدن یوه برخه په دوامداره توګهپه دوامداره توګه سوزول یا په ځینو طریقو تاوده ساتل ممکن د پوستکي سرطان پیدا کړي لکه د لاسونو ګرمولو لپاره په دوامداره توګه په پاکټونو کې ګرمونکي توکي کارول، په دوامداره توګه په ډېر تود چای د مرۍ سوزول د مرۍ د سرطان پیدا کېدو خطر زیاتوي.
 
که چېرې سرطان بدن کې موجود وي او سرطان لرونکي نسجونه فزیکي ټپ وویني نو د بدن نورو برخو ته په اسانۍ خپرېدای شي او سرطاني حجرو کې د زیاتوالي لامل کیدای شي. اوږد مهاله پړسوب له جنتیکي تغیر سره مستقیمه اړیکه لري، که چېرې یو کس سرطان ولري نو د سرطاني حجرو په کډوالۍ کې ، زیاتېدو کې، رګ جوړولو کې او ژوندۍ پاتې کېدو پړسوب مرسته کوي.

هورمونونه
ځینې هورمونونه کوم چې د حجرو په تکثیر کې رول لري د سرطان لامل کیږي. انسولین ته ورته د ودې عوامل او ورسره تړاو لرونکي پروتین د سرطاني حجرو په تکثیر کې ځانګړی رول لري. هورمونونه تر ډېره د جنسي برخو سرطان پیدا کوي لکه د تیانو سرطان، د پروستات سرطان، په رحم کې د اینډومیټریم سرطان، د ښځې د هګیو په کڅوړه او د نر په هګیو کې سرطان، د تایرویډ سرطان او د هډوکو سرطان. د بېلګې په توګه د هغې ښځې لور کې کومه چې د تیانو سرطان لري بې کچې زیات اېسټروجېن او پروجېسټېرون هورومون د هغې ښځې د لور په پرتله لري کومه چې د تیانو په سرطان نه وي اخته شوې. د هورمون داسې لوړه کچه یې په لور کې د تیانو د سرطان خطر زیاتولی شي حتا دتیانو د سرطان د جېن په نشتوالی کې هم د سرطان له خطر سره مخ وي.
 
د کومو نرانو چې پلرونه د افریقا دي د اروپایانو په پرتله په خپل بدن کې زیات پروجېسټېرون هورمون لري او د پروستات سرطان له خطر سره د اروپایانو په پرتله زیات مخ دي. د هغو خلکو چې پلرونه د اسیا دي بچیان یې ډېر کم پروجېسټېرون هورمون لري کوم چې (androstanediol glucuronide) فعالوي او تر نورو کم د پروستات په سرطان د اخته کېدو چانس لري.
 
کوم کسان چې ډېر وزن لري نو بدن کې یې هغه هورمون زیات وي کوم چې د سرطان له پیدا کېدو سره تړاو لري. کومې ښځې چې د میاشتینۍ ناروغۍ د بندېدو یا ختمېدو علایم په هورمون لرونکو درملو کوي د داسې سرطان له خطر سره مخ دي کوم چې له همدې هورمون سره تړاو لري د اومیندوارۍ د مخنیوي لپاره هورمون لرونکې ګولی او یا درې میاشتې پس پیچکاري هم د تیانو سرطان تر ټولو لوی لامل دی. کوم کسان چې له نورمال اندازې زیات سپورت کوي له هورمون سره د تړاو لرونکي سرطان د ودې خطر سره نه مخ کیږي. د هورمون د کمولو لپاره مصنوعي طریقې هم شته تر څو له هورمون سره د تړاو لرونکي سرطان مخه ونیسي.

ایمني سیستم
د سیلیک ناروغۍ (celiac disease) او هر ډول سرطان پیدا کېدو ترمنځ خپلمنځي اړیکه شته. که کوم کس سیلیک ناروغي ولري او بې درملنې پاتې شي نو په دې کس کې د سرطان پیدا خطر زیات وي خو که چېرې ناروغي تشخیص او درملنه یې وشي له درملنې او وخت تېرېدو سره د سرطان د ودې خطر کمیږي. په هغو خلکو کې چې د کرون ناروغي (Crohn’s disease) یا د غټې کلمې په وروستۍ برخه کې ټپ (ulcerative colitis) لري د اوږد مهاله پړسوب له امله د معدې او کولمو د سرطان خطر پکې زیات وي. همداسې که چېرې د دې حالتونو لپاره د درملنې (immunomodulators and biologic agents) طریقې وکارول شي ممکن په معدې او کولمو کې د سرطان خطر زیات کړي.

جنتیک
سرطان د نسجونو د ودې د تنظیم ناروغي ده. د دې لپاره چې نورمال حجره په سرطاني حجرې بدله شي هغه جین کې باید جنتیکي تغیر رامنځته شي کوم چې د حجرې وده او تفکیک یا توپیر تنظیم کوي. کوم جینونه چې اغیزمن کیږي په دوه لویو کټګوریو کې وېشل شوي : انکوجینونه (Oncogenes) هغه جینونه دي کوم چې د حجرې وده او تکثیر ممکن کوي ؛ د تومور نسکورونکي یا له منځه وړونکي جېنونه (Tumor suppressor genes) حجره د وېش او کاپي کېدو پرمهال تنظیموي. کله چې نوي انکوجینونه جوړیږي د نورمال انکوجینونو د مالوماتو بې کچې غیرې مناسب بیان یا د تومور د نسکورونکو جینونو کم بیان یا هم له کاره لوېدل یا غیرې فعاله کېدلو پر وخت مېلیګنېنټ تغیر رامنځته کیدای شي.
 
جنتیکي تغیر د مختلفو میکانیزمونو په ذریعه او په مختلفو کچو رامنځته کیدای شي. د کروموزوم له لاسه ورکوونه یا ترلاسه کوونه په مایټوسېس (mitosis) کې د تېروتنې پرمهال رامنځته کیدای شي – مایټوسېس د حجرو د وېش یو ډول دی، د وېش پایله کې دوه لورګانې حجرې رامنځته کیږي او د کروموزوم یو ډول د پلار هستې په توګه.
تر ټولو عام جنتیکي تغیر د جینومیکي ډي اېن اې د نیوکلیوټایډ په توالي کې دی.
په لویه کچه جنتیکي تغیر کې د کروموزوم یوې برخې ترلاسه کول یا له لاسه ورکول شامل وي. کله چې یوه حجره تر ۲۰ پورې یا زیات د کروموزوم د ځای کاپي ترلاسه کړي نو (Genomic amplification) ترسره کیږي، په دې کې یو یا ډېر انکوجینونه او ورسره تړلي جنتیکي مواد هم شامل وي.

 

 

 

Comments

This post currently has 2 responses

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons