Cane rat – د ګني موږک

د تریونومیس نسل (genus Thryonomys) دی. د افریقا دوه ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. وزن یې تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۶۱ سانتي متره پورې اوږدیږي، په اوږدوالي کې یې لکۍ نده شامله او لکۍ یې تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. پڅ بې څوکې پوز، واړه غوږونه او بورس ته ورته ګڼ شخ وېښته لري. د بدن رنګ یې نسواري وي.
 
غټ د ګني موږک (greater cane rat) علمي نوم یې (Thryonomys swinderianus) دی او کوچنی د ګني موږک (lesser cane rat) علمي نوم یې (T. gregorianus) دی دواړه د سهارا په بې ځنګلو فرعي سیمو کې ژوند کوي پرته له نامیبیا د سوېلې افریقا او بوټساوا په ډېرو برخو کې شته دي. په ځینو سیمو کې دواړه ډولونه هم شته دي خو په مختلف چاپېریال کې استوګنځای جوړوي. غټ د ګنیو موږک د سیندونو په اوږدو کې، بندونو او ډنډونو سره او یا هم ګني ته ورته ساقو کې ژوند کوي. خو کوچنی د ګني موږک په لندو وښو کې ژوند کول خوښوي.
 
د ګني موږک ډېر چټک وي، ښه لامبو وهي، په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعال وي خو کله کله د ورځې لخوا هم فعالیت کوي. یوازې او یا په ټولنه کې ژوند کوي خو یوازېتوب او ټولنه کې ژوند یې له فصل سره تړاو لري. کوچنی د ګني موږک له خپلې وړې کورنۍ سره یو ځای اوسیږي. په کال کې یو یا دوه ځلې تر ۸ پورې بچیان زېږوي. خواړه یې شنه او بوټي دي خو ځینې وخت میوې او د ونې د ساقې پوستکی هم خوري. په کومو سیمو کې چې ګڼی، زېړ جوار، اناناس، او کاساوا کرل کیږي په دې فصل برید کوي او د فصل لوی افت ګڼل کیږي. له بلې خوا افریقایانو ته د پروتین سرچینه ده او په پراخه کچه د ګني غټ موږک ښکار کوي.
 
د ګني موږکان د (family Thryonomyidae) کورنۍ یوازیني په اوسمهال کې ژوندي غړي دي او کوم نږدې تړاو لرونکي غړي نلري. د تکامل مخینه یې له ۲ تر ۴ میلیونه کاله پورې پخوانۍ ده. په اسیا کې، د مدیترانې په سیمو او افریقا کې یې د ۳۷ میلیونه کاله پخواني فوسیلي جسدونه هم موندل شوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ ترایونومي ایډای
نسل ترایونومیس

ډولونه

Thryonomys gregorianus ,lesser cane rat
Thryonomys swinderianus ,greater cane rat
Grand aulacode male
A male Greater Cane Rat (Thryonomys swinderianus). Photo by Aurélia Zizo

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons