Cape buffalo – د افریقا وحشي مېښه

د ډول علمي نوم یې (Syncerus caffer caffer) ده، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. په افریقا کې یوازینی د مېښو او د غوییزو د توکم بوویني (Bovini) ډول ده چې په طبعيي توګه پیدا کیږي. فرعي ډول هم لري کوم چې د سرې مېښې (red, buffalo, S. caffer nanus) په نامه یادیږي او له دې وړې دي. په ځنګلونو کې ژوند کوي خو د دې مېښو په څېر پېژندل شوې ندي.
د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۱۳۰–۱۵۰ سانتي متره او وزن یې ۴۲۵–۸۷۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. نر یې له ښځینه څخه په وزن کې تقریبا تر ۱۰۰ کیلو ګرامه دروند وي او ښکرونه یې هم تر ښځینه ډبل او پراخ وي. د بدن رنګ یې تور او نری پوستکی لري خو په وړو بچیانو کې یې رنګ یا تور او یا نصواري وي.
په هر ډول هواره واښه لرونکې سیمه کې ژوند کولای شي: لکه د سوانا وچې سیمې او یا هم لکه د مونتانې په اوبو کې ډوبې سیمې. په دې مانا چې که چېرې یوه سیمه کې تر ۲۰ کیلو متره پورې لرې اوبه پیدا کیدای شي دا مېښې پکې ژوند کولای شي. خو ځینې وخت یې کورنيو غوییزو ته مرضونه هم د مچانو او میاشو له لارې انتقال کړي لکه د نګانا (nagana) په نامه ناروغي.
Picture by Charles J Sharp – Own work, from Sharp Photography, sharpphotography.co.uk, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=68494466

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons