Capsaicin – کپزایسن

بل نوم یې (8-methyl-N-vanillyl-6-nonenamide) دی، د چیلي مرچو (chili peppers) فعال جز دی، د دې مرچو بوټي له (Capsicum) نسل سره تړاو لري. د ټولو تی لرونکو نا ارامه کوونکي توکي دي, که د بدن له هر نسج سره اړیکه کې شي نسج کې سوزی پیدا کوي. همدې او ځینې نورو ترکیبونو ته د (capsaicinoids) نوم اخلي او د (secondary metabolites) په توګه تولیدیږي. په انګرېزۍ کې (secondary metabolites) ترکیب له باکتریا، مرخیړیو او یا بوټو څخه تولید شوي عضوي ترکیب ته وایي.
کپزایسن ترکیب که چېرې کره وي په اوبو کې د غوړو په څېر نه حل کېدونکی، بې رنګه وي او بې کچې تیز بوي لري.
 
یاد ترکیب د مرچو د پوستکي په داخل کې کوم چې د مرچو دانې پوښلې وي زیات وي، د بوټي په نورو برخو کې هم شته خو کم وي. په دانو کې یې کچه صفر وي. ډېر خلک یې په خوړو کې له وچولو وروسته د مسالې په توګه کاروي. د بدن په ځینو برخو کې لکه مخاطي غشاء ګانې او پوستکي کې د درد ارامونکو درملو په توګه کار ترې اخیستل کیږي. د ۰.۰۲۵% او ۰.۱% ترمنځ غلظت یې که په کریمو کې وي نو موقتا د مفصلونو، د ملا او عضلو درد ارامولای شي.
له شینګل څخه که چېرې (post-herpetic neuralgia) پیدا شي هم یې د علایمو درملنه کولای شي. که چېرې په شیندونکې یا سپرې کې وي هر ډول تی لرونکی لکه هوسۍ، سوی پرې نیول کیدی شي همداسې له برید کوونکي سپي خپله دفاع پرې کیدای شي. پولیس یې هم د بلوا ضد وسلې په توګه کاروي.
 
تر ټولو عام پیدا کېدونکي (capsaicinoids) کپزایسن ۶۹ % دي، په دوېمه کچه پرېمانه پیدا کیدونکي (capsaicinoids) ډیهایډرو کپزایسن ۲۲ % دي او په درېمه کچه (capsaicinoids) پرېمانه هومو کپزایسن ۷ % دي. د (capsaicinoids) چارټ لاندې وګورئ
 
نوم لنډیز. د پیدا کېدو فیصدي کیمیاوي جوړښت
Capsaicin C 69% Chemical structure of capsaicin
Dihydrocapsaicin DHC 22% Chemical structure of dihydrocapsaicin
Nordihydrocapsaicin NDHC 7% Chemical structure of nordihydrocapsaicin
Homocapsaicin HC 1% Chemical structure of homocapsaicin
Homodihydrocapsaicin HDHC 1% Chemical structure of homodihydrocapsaicin
Nonivamide PAVA Chemical structure of nonivamide
 
 
Kapsaicyna
capsaicin. Image by Arrowsmaster

File:Capsaicin-3D-vdW.png

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons