Capybara – کاپیبارا
د ډول علمي نوم یې (Hydrochoerus hydrochaeris) دی. په انګرېزۍ کې ورته (carpincho or water hog) نومونه هم اخلي. تر ټولو غټ شخوند وهونکی، د سوېلې امریکا تی لرونکی ژوی دی. د هایډروکویریډای کورنۍ (family Hydrochoeridae) یوازینی غړی دی. په شکل کې هندي خوګ او د ګینیا خوګ (cavy and guinea pig) ته ورته دی. بدن یې تر ۱۳۵ سانتي متره پورې اوږدیږي، تر ۶۶ کیلو ګرامه پورې یې وزن رسیږي. خو د پاناما کاپیبارا کوچنی بدن لري وزن یې تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
کاپیبارا لنډ نسواري وېښته لري، پڅ بې څوکې پوز، لنډې پښې، واړه غوږونه لري او تقریبا بې لکۍ وي. خپل ځان په سهار او ماښام کې تغذیه کوي او نور وخت له اوبو سره څنګ کې د بوټو لاندې تېروي. د سبزۍ خوړونکي دي او کومو سیمو کې چې خټکی، کدو او غله کرل کیږي برید پرې کوي. ښه لامبو وهونکي دي او د لامبو پروخت اوبو کې غوټه هم وهلی شي. کله چې پړانګ یا نور ښکاري ژوي وویني د ځان ژغورلو لپاره اوبو ته تېښته کوي.
کاپیبارا د ډېرو خلکو خواړه دي او په وېنزویلا کې لکه د نورو څارویو په څېر د غوښې لپاره ساتل کیږي. په کال کې یو ځل له درې تر اتو پورې بچیان زیږوي. د اومېندوارۍ نېټه یې له ۱۰۰ تر ۱۱۰ ورځو پورې ده.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | کاوي ایډای |
فرعي کورنۍ | هایدروکویرینای |
نسل | هایدروکویروس |
Comments
So empty here ... leave a comment!