کارپېنټرین په مرکزي او شمالي استرالیا کې د قوم نوم دی. د دې شخوند وهونکي ژوي نوم هم له همدې خلکو اخیستل شوی. د ډول علمي نوم یې (Zyzomys maini) دی. یوازې په استرالیا کې پیدا کیږي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ یې روښانه زېړ دی. په خپله لکۍ کې شحم ذخیره کوي او د شحمو ذخیره یې لکۍ ته د ګازرې شکل ورکوي. د لکۍ پوستکی یې نازک دی او که لمس شي ډېر ژر ماتیږي. وزن یې تر ۱۲۰ ګرامه پورې رسیږي. د ډول غړي یې تر ۲۰۰۰ کم دي او لامل یې اوږد ګرم موسم او اور لګېدنه ده.
کېنګډم |
ژوي |
فایلم |
کورډاټا |
کلاس |
تی لرونکي |
ډله |
شخوند وهونکي |
کورنۍ |
موریډای |
فرعي کورنۍ |
مورینای |
نسل |
زیزومیس |
Post Views: 88
Comments
So empty here ... leave a comment!