Casebearer – قاب یا پوښ لرونکی پتنګ

د کورنۍ نوم یې کولیو فوریدای (family Coleophoridae) د ډلې نوم یې لېپدوپتېرا (order Lepidoptera) ده. د پتنګانو لاروا بچیان دي چې روښانه نصواري بدن او د سر رنګ یې تېز ده؛ په مڼو او ګیلاس باندې ځان تغذیه کوي؛ کله چې دا بچیان له هګۍ پیدا شي لمړی د پاڼې دواړه مخه باندې برید کوي او خپل ځان ترې تغذیه کوي. د ودې کولو سره د ژوند په طریقه کې توپیر راولي او یو ډول قاب یا پوښ (case) پیدا کوي. دا پوښ په ژمي کې له خپلو ادرارو، پاڼو، څانګو او میوې جوړوي. کله چې ژمی پای ته ورسیږي دا لاروا بچیان له دې پوښ څخه د ځان تغذیه کولو لپاره بهر راوځي. په دې کورنۍ کې غټ پتنګان نصواري، خړ یا کم رنګه زېړ رنګ لري. د وزرو پراخوالی یې له ۱۲ ملي متره کم ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons