Catherine of Aragon – د اراګون کترین
په هسپانوۍ کې یې نوم کتالینا (Catalina) لیکل کیږي. د ۱۴۸۵ کال، د ډسمبر په ۱۶ نېټه د الکلا په ارچیپیس کوپال ماڼۍ کې زېږېدلې او د ۱۵۳۶ کال د جنورۍ په ۷ نېټه مړه شوې، د ۱۵۳۶ کال د جنورۍ په ۲۶ خاورو ته سپارل شوې. لمړی مېړه یې د وېلز شهزاده ارتور وو او له مرګ وروسته د ارتور ورور اتم هنري د انګلستان پاچا په نکاح کړه. پلار یې د اراګون دوېم فېردیناند او مور یې د کاستیل لمړۍ اېزابېلا وه. مذهب یې د عیسویت رومان کتولیک ډله وه.
د ۱۵۰۹ کال له جون میاشتې د ۱۵۳۳ کال د مې تر میاشتې پورې د انګلستان ملکه وه. د اتم هنري لمړۍ ښځه وه او تر هنري مخکې یې د هنري له مشر ورور ارتور سره واده کړی او په دې وخت کې د وېلز شهزادګۍ ګڼل کېده. په درې کلنۍ کې یې مور او پلار د ارتور په نوم کړې وه څوک چې د انګلستان د پاچا مشر زوی وو او د انګلستان راتلونکی پاچا ګڼل کېده. په ۱۵۰۱ کې یې له ارتور سره واده وکړ خو له واده پنځه میاشتې وروسته مړ شو. کترین د دې لپاره چې بېرته هسپانیه ته وانستول شي او د خپل مېړه په هیواد کې پاتې شي نو په ۱۵۰۷ کې د خپل پلار د پاچايي لخوا یې په انګلستان کې ځان د هسپانیا سفیره کړه او د اروپا په تاریخ کې لمړۍ ښځینه سفیره شوه. په ۱۵۰۹ کې یې د ارتور له کشر ورور سره واده وکړ. کله چې اتم هنري په ۱۵۱۳ کې فرانسې ته ولاړ نو د شپږ میاشتو لپاره یې د پاچا چارې پر مخ وړلې او په دې وخت کې یې د (Battle of Flodden) جګړه وګټله د جګړې د ګټلو لامل هم د کترین له احساساتو ډکه وینا وه او انګرېزان یې په جذبه کړل تر څو مخالف لوري ته ماته ورکړي.
په ۱۵۲۵ کال کې اتم هنري له (Anne Boleyn) سره نږدې اړیکې جوړې کړې او لامل یې دا وو چې کترین کوم زوی نلره تر څو پاچایي په میراث ورته پرېږدي. کترین یوازې یوه د انګلستان لمړۍ ماري لرله او د انګلستان په دود او قانون کې انجلۍ د پاچایي تاج نشو په سر کولای. اتم هنري د بل واده کولو لپاره کترین ته طلاق ورکړ خو د کتولیک ډلې مشر پاپ یې طلاق رد کړ او له دې سره اتم هنري د انګلستان کلیساګانې د پاپ له واک څخه ازادې کړې. په ۱۵۳۳ کې یې له ان بولین سره د روحانیونو په مرسته نکاح وکړه. کله چې هنري د پاپ پر ځای خپل ځان د انګلستان د کلیساګانو ریس اعلان کړ نو طلاق شوې کترین له دې سره مخالفت وکړ او خپل ځان یې د پاچا ښځه وباله چې له دې سره یې د انګلستان ډېری خلکو کلک ملاتړ هم وکړ خو په دې چارې سره هنري د محکمې له لارې کترین جلا وطن کړه او بلاخره د ژوند تر پایه په کېمبولټن ماڼۍ کې پاتې شوه.
کترین داسې څوک وه چې خپلو دشمنانو هم ستایلې لکه توماس کروموېل یې په اړه لیکلي که چېرې یې جنسیت نظر کې ونه نیسو نو داسې یو انسان دی چې د تاریخ هر اتل ته ماته ورکولای شي. له دې پرته یې په خپل وخت کې د ښځو د زده کړې د حق دعوا کړې وه. د دې تر څنګ کومو کسانو چې د (Evil May Day) پر وخت بلوا یا مظاهره کړې وه او د وخت حکومت غوښتل اعدام یې کړي د دوي د ژوند لپاره یې څو ځلې محکمه کې د استیناف غوښتنه کړې وه. د واک پر وخت یې بله چاره د بې وزلو د مرستې لپاره ځانګړی پروګرام وو. د وخت له دوه پوهانو (Erasmus of Rotterdam and Thomas More) سره یې نږدې ملګرتیا لرله.
Comments
So empty here ... leave a comment!