Cavy – هندی خوګ

کاوي یا هندی خوګ د کاوي ایډای کورنۍ د ټولو غړو عام نوم دی.
د کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) غړي دي. د سوېلې امریکا څوارلس ډوله شخوند وهونکي ژوي دي په دې کې ( guinea pigs, maras, yellow-toothed cavies, mountain cavies, and rock cavies) شامل دي. له ماراس پرته ټول ډولونه یې څورب بدن، لنډې پښې، غټ سرونه، غټې سترګې او واړه غوږونه لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې یې درې ګوتې لري. تېرې منګولې او لنډه نرۍ لکۍ لري. د بدن وزن یې له ۲۰۰ ګرامه تر یو نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي او ۱۵ تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږد بدن لري. د بدن د پاسه برخې رنګ یې له نسواري تر خړ پورې وي او د لاندې برخې رنګ یې له سپین تر خړ پورې وي.
 
ماراس (maras) ډول یې سارایي سوی ته ورته والی لري، غټې سترګې او اوږده غوږونه لري. پڅ بې څوکې پوز او اوږدې پښې لري. وزن یې له ۹ تر ۱۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي او د بدن اوږدوالی یې له ۴۵ تر ۷۵ سانتي متره پورې وي. تر ۵ سانتي متره پورې نرۍ لکۍ لري. د مخې خوا منګولې یې تېرې دي خو د وروستیو پښو منګولې یې سومان ته ورته والی لري. د بدن پاسه برخه یې خړ او لاندې سپین رنګه وي.
 
د ډبرو هندی خوګ د پاڼو خوړلو لپاره ونو ته خیژي. خو معمولا نور ډولونه یې په ځمکه په کالونیو کې د ورځې لخوا ژوند کوونکي دي. ځینې یې یوازې په سهار او ماښام کې فعالیت کوي. د شپې لخوا په خپلو وېستل شوو یا د نورو ژو لخوا پرېښودل شو غارونو کې ویده کیږي. ځینې ډولونه یې د ډبرو په چاودونو کې پټیږي. خواړه یې هر ډول موجود شنه دي لکه واښه، پاڼې، بوټي او میوې. په ډېرو سړو سیمو کې هم د ژمي خوب نکوي. د اومېندوارۍ او جنسي نزدیکت موده یې په هر ډول کې توپیر لري. د اومېندوارۍ موده یې له ۵۳ تر ۹۳ ورځو پورې ده. له یوه تر ۵ پورې بچیان زېږوي خو ځینې یې تر ۱۳ پورې بچیان هم زېږولای شي. له وېنزوېلا تر د پاتاګونیا سوېل پورې پیدا کیږي خو د چیل په لوېدیځ کې نشته.

Family Caviidae

Subfamily Caviinae

Mara in captivity
Male mara photographed by Jagvar at the National Zoo in Washington, D.C.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons