په کایتومي اینای فرعي کورنۍ کې یوازې یو نسل کایتومیس (Chaetomys) شامل دی او په کایتومیس نسل کې یوازې یو ډول شامل دی. عام نوم یې (Bristle-spined rat) دی. په اصل کې موږک نده بلکې د نوې نړۍ د شکوڼ یو ډول دی کوم چې د سر د کوپړۍ جوړښت موږک ته ورته والی لري. په انګرېزۍ کې یې بل نوم د نریو ازغیو لرونکی شکوڼ (thin-spined porcupine) ده. د ډول علمي نوم یې (Chaetomys subspinosus) دی. په برازیل کې پیدا کیږي او په لمړي ځل په ۱۸۱۸ کې تشرېح شوی. اوږده لوڅه لکۍ لري او لکۍ یې د نښلېدو وړ نده. تر ۱۳۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. نسل یې ډېر کم دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دی.
Post Views: 339
Comments
So empty here ... leave a comment!