Charles Elton – چارلز اېلټون
بشپړ نوم یې (Charles Sutherland Elton) ده. د ۱۹۰۰ کال، د مارچ په ۲۹ نېټه، د انګلستان په لیور پول کې زېږېدلی او د ۱۹۹۱ کال، د مې میاشت په ۱ نېټه، د انګلستان د اکسفورډ په اکسفورډ شیر کې مړ شوی. د انګلستان زولوجي پوه او ایکولوجیسټ وو.
لمړۍ زده کړې یې په لیور پور کالج کې کړي، وروسته یې خپلو زده کړو ته د اکسفورډ په نیو کالج کې ادامه ورکړه او په ۱۹۲۲ کې له همدې کالج څخه د زولوجي په څانګه کې اول نمره فارغ شو. ډېرو ملګرو یې لابراتوار کې د ژو مطالعې ته مخه کړه خو اېلټون د لابراتوار په ځای د ژو د مطالعې لپاره د ژو طبیعي استوګنځایونو ته ولاړ تر څو په طبیعي چاپېریال کې د ژو ژوند او د دوي تر منځ خپلمنځي اړیکه مطالعه کړي. له همدې لارې یې طبیعي تاریخ په ساینس (د ایکولوجي ساینس) د بدلولو هڅه وکړه. کله یې چې د ژو مطالعه پیل کړه نو د سوشیو لوجي او د ژو اقتصاد په نامه یې تشرېح کړه. کله یې چې په (Alexander von Humboldt) کې د بوټو او ژو انځور خپور کړ نو دې چارې چارلز داروین د نورې مطالعې لپاره وهڅاوه تر څو د بوټو او ژو تر منځ ژوره خپلمنځي اړیکه مطالعه کړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!