Charles II of Navarre – د نوار دوېم چارلز
د ۱۳۳۲ کال، د اکتوبر په ۱۰ نېټه، اېورو کې زېږېدلی او د ۱۳۸۷ کال، د جنوري په ۱ نېټه، د ۵۴ کلنۍ په عمر په پامپلونا کې مړ شوی. د فرانسې له جوآن سره یې واده کړی وو. پلار یې د نوار دوېم فلیپ او مور یې د نوار دوېمه جوآن وه. مذهب یې رومان کتولیک وو. د پامپلونا په جامع کلیسا کې خښ شوی. د ۱۳۴۳–۱۳۸۷ کلونو ترمنځ یې د اېورو واک لره او د ۱۳۴۹–۱۳۸۷ کلونو ترمنځ د نوار پاچا وو. د پاچايي تر څنګ یې د فرانسې په نورماندي کې هم زیاتې ځمکې لرلې کومې چې له خپل پلار څخه په میراث ورته پاتې وې. د فرانسې او انګلستان ترمنځ د سلو کالو په نامه جګړه کې اړین رول لوبولی. د خپلې اجنډا پیاده کولو لپاره به کله د انګلستان ملاتړی شو او کله د فرانسې ملاتړی. د ژوند پای کې ناروغ شو او د درملنې پر وخت یې اور واخیسته او ژوندی وسوزېده. د سوزېدنې په اړه یې مختلف روایتونه موجود دي. ډیری خلک ګمان کوي چې د درملنې لپاره د الکولو ککړې ټوټه کې تاو وو او له خپلې خادمې چې ډیوه یې لاس کې وه اور واخیست.
Comments
So empty here ... leave a comment!