Charles V of France – د فرانسې پنځم چارلز
د ۱۳۳۸ کال، د جنورۍ په ۲۱ نېټه، د فرانسې په وانسېن کې زېږېدلی او د ۱۳۸۰ کال، د سپټمبر په ۱۶ نېټه، د فرانسې په بوتې سور مارن کې د ۴۲ کلنۍ په عمر مړ شوی. د سنټ دونیز بازیلیکا کې خښ شوی. پلار یې د فرانسې دوېم جان او مور یې د بوهېمیا بون وه. د بوربون جوانا سره یې واده کړی وو. دوېم نوم یې هوښیار یا دانا (the Wise) په فرانسوۍ کې (le Sage) او په لاتیني کې (Sapiens) وو. له ۱۳۶۴ کال څخه تر مرګه پورې د فرانسې پاچا وو. د خپلې پاچایي پر وخت یې له انګلستان څخه د فرانسې لویه برخه چې انګلستان لاندې کړې وه بېرته ونیوله.
په ۱۳۴۹ کې چې کله ځوان وو خپل نیکه یېشپږم فیلیپ د (Dauphiné) ولایت واک په لاس کې ورکړ او تر پاچا کېدو پورې په همدې مقام پاتې شو. له دې چارې سره د دوفینې ولایت واک د شهزادګانو لپاره میراثي شو او له ۱۳۵۰کال څخه را په دیخوا د پاچا هر مشر زوی چې له پاچا وروسته پاچا کېده د دې ولایت واک ترلاسه کوه. په ۱۳۵۶ کې یې پلار انګرېزانو په (Battle of Poitiers) جګړه کې ونیوه او چارلز د پاچا په نشتون کې د پاچایي چارې پر مخ وړل پیل کړل.کله چې پاچا بندي وي، په سفر کې وي او یا هم کم عمره وي نو یو کس د پاچا چارې پر مخ وړي په انګرېزۍ کې دې کس (regent) نوم اخلي. د پاچایي د مصرف پوره کولو لپاره یې مالیات لوړ کړل او له دې سره یې د اشرافو دښمني په غاړه واخیسته، د اشرافو د دې خوځښت مشري (Charles the Bad, King of Navarre) کوله. د مالیاتو له زیاتولو سره د فرانسې سوداګرو هم د پاچا د چارو پر مخ وړونکي مخالفت پیل کړ چې ډېری یې په (Estates-General) کې موجود وو او مشري یې ایتین مارسل کوله، د دې ترڅنګ بزګرو د جکري په نامه له تاوتریخوالي ډک پاڅون وکړ. چارلز په دې ټولو بغاوتونو برلاسی شو خو په ۱۹۶۰ کال یې باید د خپل پلار د خلاصون لپاره د (Treaty of Brétigny) تړون لاسلیک کړای وای. د دې تړون له مخې باید چارلز د فرانسې لویه برخه د انګلستان درېم اډوارډ ته پریښې وای او لوی نغدي تاوان یې ورکړای وای.
په ۱۳۶۴ کې پنځم چارلز پاچا شو. د دې ترڅنګ چې پوه سلاکاران یې لرل خپله یې هم د مدیریت ښه وړتیا لرله او په دې وتوانیده چې د پاچایي خزانه بېرته ډکه کړي کومه چې د جګړې پر مهال تشه شوې وه. په خپل وخت کې یې معاش لرونکی منظم پوځ جوړ کړ او له دې سره فرانسه له اجیر پوځ (routiers) څخه خلاصه کړه. پوځ یې په دې وتوانیده چې د سلو کالو جګړه د چارلز په ګټه وڅرخوي او له انګریزانو د هغو سیمو لویه برخه بېرته ونیسي چې په ۱۳۶۰ کې د پلار د خلاصون په بدل کې انګریزانو ته پریښې وې. پنځم چارلز په ۱۳۸۰ کې مړ شو او ورپسې شپږم چارلز پاچا شو او انګریزان یو ځل بیا وتوانیدل چې د فرانسې لویه برخه ونیسي.
Comments
So empty here ... leave a comment!