Checkered beetle – رنګینه ګونګټه
د کېریدای کورنۍ (family Cleridae) غړي دي. د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (order Coleoptera) ده. تقریبا ۳۰۰۰ ډولونه لري. په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. نوم یې له نښانونو او رنګونو اخیستل شوی. په ځانګړې توګه په ګرمو سیمو کې پرېمانه پیدا کیږي. د بدن د اوږدوالي کچه یې له ۳ تر ۲۴ ملي متره پورې ده. اوږدې ډبلې پښې لري او د پښو له وجې د مېږي په څېر ښکاري. غټې ګونګټې یې ډېر وخت د کلانو له پاسه پیدا کیږي او ګل له پاسه هغو حشرو ته منتظرې وي چې له دې حشرې وړې وي تر څو یې ښکار کړي. ځینې یې د شاتو د مچیو په ځاله کې ژوند کوي؛ د شاتو د مچیو په ځاله کې ځینې له ګلانو راټوله شوې ګرده خوري او ځینې ډولونه شات خوري. ځینې ډولونه یې نورې هغه ګونګټې خوري چې ونې په ساقه کې سوری باسي.
Comments
So empty here ... leave a comment!