Chevrotain – مږه هوسۍ
په انګریزۍ کې ورته (Mouse Deer) هم وایي، سومان لرونکي تی لرونکي حیوانات دي او مختلف ډولونه لري، د کورنۍ نوم یې تراګولیدای (family Tragulidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. د اسیا په ګرمو سیمو کې او د افریقا په ځینو سیمو کې ژوند کوي. شرمیندوکه د ماښام او شپې لخوا فعالې دي، ګیاه خوړونکې دي. د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۳۰ سانتي متره پورې رسیږي، د بدن رنګ یې سور رنګه نصواري او کم رنګه زېړ یا سپین خاپونه یا نښانونه لري.
اسیایي ډول یې په تراګولوس نسل (genus Tragulus) کې طبقه بندي شوي په کوم کې چې درې ډوله شامل دي او له هند تر فلپاین پورې سیمه کې ژوند کوي. د اوبو موږکه هوسۍ (Hyemoschus aquaticus) له اسیایي ډول څخه غټه ده په افریقا کې د اوبو او سیندونو غاړه کې ژوند کوي او کله چې خطر احساس کړي اوبو ته ځان غورزوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!