chicken breeds – د چرګانو نسلونه

په اوسمهال کې چرګان سلګونه نسلونه لري کوم چې له زرګونو کالو را په دیخوا کورني شوي. له ډېره پخوا انسانانو هڅه کړې چې د ځانګړي چلند او فزیکي ځانګړنو لرونکو چرګانو نسلونه واخلي. هغه ځانګړنې د کومو له مخې چې د چرګانو نسل پېژندل کیږي د چرګانو وزن، د بڼکو رنګ، د کرکرې جوړښت، د بڼکو لاندې د پوستکي رنګ، په منګولو کې د ګوتو شمېر، د بڼکو مقدار، د هګۍ رنګ دی د دې ترڅنګ یې په نړۍ کې اصلي ځای هم په پېژندنه کې مرسته کوي. همداسې د چرګانو نسل د یوې ځانګړې موخې لپاره اخیستل کیږي ځینې چرګان یوازې د هګیو او غوښې لپاره وي، ځینې چرګان د نندارې لپاره د ښکلا مرغان او ځینې د دواړو موخو لپاره وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons