Chinchilla – چینچیلا

د چینچیلا نسل (genus Chinchilla) دی. د سوېلې امریکا دوه ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. ګڼ اوږده بې کچې نرم وېښته لري. یو وخت یې ښکار ډېر عام وو او نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ شوی وو. په وحشي چاپېریال کې ډېر کم پاتي خو اوسمهال په پراخه کچه د پلورلو لپاره ساتل کیږي او کورونو کې د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي.
 
وزن یې تر ۸۰۰ ګرامه پورې او اوږدوالی یې تر ۳۸ سانتي متره پورې رسیږي. څورب بدن لري، ببره تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږده لکۍ لري. غټې سترګې او اوږده غوږونه لري. د بدن رنګ یې له نیله تر خړ نسواري پورې وي. د بدن لاندې برخه یې زېړ رنګه سپین ته ورته رنګ لري. په فارمونو کې د نورو رنګونو نسل هم اخیستل شوی. په بندو ساتل شوو ځایونو او کورونو کې تر ۲۰ کالو پورې ژوندي پاتې کیدای شي.
 
چینچیلا په کالونۍ کې ژوند کوونکي ژوي دي او د اند غرونو په وچ ډبریز چاپېریال کې ژوند کوي. د پېرو له سوېل څخه تر چیل پورې پیدا کیږي. د ورځې لخوا د ډبرو په چاودونو او غارونو کې پټیږي او د شپې لخوا په شنو وښو پسې د ځان تغذیه کولو لپاره راوځي. د ورځې لخوا ډېر کم وخت بهر راوځي. په کال کې دوه ځلې بچیان زېږوي، د اومېندوارۍ موده یې ۱۱۱ ورځو پورې وي او په هر ځل کې دوه یا درې بچیان زېږولای شي.
 
دوه ډولونه لري. یو ډول ته یې د اوږدې لکۍ چینچیلا (long-tailed chinchilla) نوم اخلي، د ډول علمي نوم یې (C. laniger) ده. بل ډول ته یې د لنډې لکۍ چینچیلا (short-tailed chinchilla) نوم اخلي او د ډول علمي نوم یې (C. brevicaudata) ده. د دواړو ډولونو ښکار په قانوني توګه منع ده خو په سیمه کې د خلکو د نفوس پراخېدنې یې د نسل په کمېدو کې مرسته کړې. چینچیلا ته تر ټولو نږدې ژوي ویسکا (viscacha) دي او د شخوند وهونکو په (order Rodentia) ډله کې، د (suborder Hystricognatha) فرعي ډله جوړوي، درېواړه د چینچیلي ایډای کورنۍ (family Chinchillidae) غړي دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ چینچیلیدای
فرعي کورنۍ چینچیلینای
نسل چینچیلا

په چینچیلا نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل د

Chinchilla-Soelvmarmorert
Silver Mosaic Chinchilla. Photo by Kjersti Holmang

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons