Chinchilla rat – چینچیلا موږک
د امریکا شپږ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. بهرنی شکل یې چینچیلا ته ورته والی لري خو جوړښت یې ډېر د موږک په څېر دی. غټې سترګې، غټ ګرد شوي غوږونه او لنډ د بدن غړي لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې پنځه ګوتې لري. څلور ډولونه یې ابروکوما نسل (Abrocoma) کې شامل دي او وړې منګولې لري؛ دوه ډولونه یې کوسکومیس (Cuscomys) نسل جوړوي او غټې منګولې لري.
ابروکوما نسل د منځنۍ کچې شخوند وهونکي دي او تر ۳۵۰ ګرامه پورې وزن کوي. دبدن اوږدوالی یې له ۱۷ تر ۲۳ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ یې ګڼ وېښته او له ۶ تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. کوسکومیس نسل یې تر ابروکوما غټ دی او تر ۹۱۰ ګرامه پورې وزن کوي، د بدن اوږدوالی یې تر ۳۵ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې دوه رنګونه لري او تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. ټول چینچیلا اوږده نرم وېښته لري د بدن رنګ یې د بدن پاسه برخه کې له سیلوري تر خړ نسواري پورې وي، د بدن لاندې برخه یې سپین خړ او یا نسواري رنګ لري.
د ابروکوما نسل کې څلور ډولونه په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعال او په ځمکه ژوند کوونکي دي. د ډبرو په چاودونو یا غارونو کې ژوند کوي. چټکه منډه وهي. بوټو، لنډو ونو او ډبرو ته د ختلو ښه وړتیا لري. خواړه یې پاڼې، غوټۍ او د بوټو ساقې دي.
د کوسکومیس نسل دوه ډولونه : یو د (C. oblativa) او بل ډول د (C. ashaninka) په نامه یادیږي. د (C. ashaninka) ډول نوم یې د سیمې له اشانیکا خلکو اخیستل شوی. په ونه کې ژوند کوونکی دی. د ژوند په اړه یې مالومات کم دي او په لمړي ځل په ۱۹۹۹ کې تشرېح شوی.
چینچیلا موږکان د اند په غرونو کې، د پېرو له سوېل نه تر د مرکزي ارجنټینا لوېدیځ پورې پیدا کیږي. په ونه کې ژوند کوونکي ډولونه یې ډبریزه، د زېږو وښو سیمه خوښوي. د شخوند وهونکو په (order Rodentia) ډله کې هېسټريګوناتا فرعي ډله (suborder Hystricognatha) جوړوي او د ابروکومیډای کورنۍ (family Abrocomidae) غړي دي.
په ابروکوما نسل کې لاندې ډولونه شامل دي
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | ابروکوم ایدای |
نسل | ابروکوما کوسکومیس |
Genus Abrocoma
- Bennett’s chinchilla rat, Abrocoma bennettii
- Bolivian chinchilla rat, Abrocoma boliviensis
- Budin’s chinchilla rat, Abrocoma budini
- Ashy chinchilla rat, Abrocoma cinerea
- Famatina chinchilla rat, Abrocoma famatina
- Sierra del Tontal chinchilla rat, Abrocoma shistacea
- Uspallata chinchilla rat, Abrocoma uspallata
- Punta de Vacas chinchilla rat, Abrocoma vaccarum
- Genus Cuscomys
- Asháninka arboreal chinchilla rat,Cuscomys ashaninka
-
-
- Machu Picchu arboreal chinchilla rat, Cuscomys oblativus
- Protabrocoma
-
Comments
So empty here ... leave a comment!