Chris Lonsdale – کرېس لونس ډېل

په نیوز لنډ کې زېږېدلی. په لیکنو کې ټولې چارې یې د ټیم د مشرانو او رهبرانو لپاره هر عمل ته په بریالي او چټک عمل العمل متمرکزې دي. تر ۲۰ زیاتو پروژو باندې یې کار کړی په دې کې د بيجینګ ۲۰۰۸ اولیمپیک لپاره د (Coca-Cola’s Olympics Project) پروژه هم شامله ده. اروا پوه، ژبپوه او استاد دی. په خپل ځان یې چینایي نوم (龙飞虎) هم ایښی، د چینایي نوم مانا یې ښامار پړانګ ده. د کنګ فو زده کړه یې په انګلیسي جوړه کړه او نوم (Kung fu English learning system) پرې کېښود. په ۱۹۸۰ کې له (University of Canterbury) فارغ شوی. وروسته یې په هارډورډ پوهنتون کې خپله پي اېچ ډي پیل کړه او د چین په اړه یې موندنو ته مخه کړه. په ۱۹۸۴ کې هانګ کانګ ته ولاړ، په ورته وخت کې یې د (少林寺民间故事) کتاب ژباړه پیل کړه مانا یې ” د شاولېن مذهبي ماڼۍ کیسې ” ده. د چینایي ژبې له کانتوني لهجې زده کولو وروسته یې د درېم غوږ (The Third Ear) په نامه کتاب ولیکه.
Chris Lonsdale at 2016
This is an image of Chris Lonsdale taken back in 2016

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons