Click beetle – کلېک ګونګټه
د کورنۍ نوم یې اېلا تېریدای (family Elateridae) ده، په انګریزۍ کې ورته (skipjack, snapping beetle, or spring beetle) نومونه هم اخلي. تقریبا ۷۰۰۰ ډولونه لري او د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. کله یې چې کوم بل ښکاري حیوان ودروي نو یوکلېک غږ کوي. د بدن کچه یې له ۲.۵ تر ۱۸ ملي متره پورې رسیږي. نصواري یا تور رنګ لري کله کم خاپونه پرې شته وي او کله یوازې یو رنګ وي. کلیک ګونګټې اوږد بدن لري د بدن یوه بله خوا یې سره موازي وي او پای یې منحني شکل لري.
کلېک ګونګټې چې کله لمس شي خپل ځان سر چپه کوي او ځان په مړینې اچوي. خواړه یې د شپې لخوا پاڼې خوړل دي.
لاروای بچیانو ته یې وایر وارم (wireworms) نوم اخلي. استوانه اي شکل لري. په تخم، ریښو او د ځمکې لاندې د ساقې باندې برید کوي. لارو بچیان یې له ۲ تر ۶ کالو پورې د خاورې لاندې ژوند کوي. ځینې حشره وژونکي کیمیاوي توکي یې د لاروا بچیانو د کنټرول لپاره کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!