Cloture – د بحث پای ته رسول او رایه اخیستل
په انګرېزۍ کې ورته (closure) هم وایي، په عامه ژبه کې ورته (guillotine) نوم هم کاریږي، د فرانسوي له (Clôture) کلیمې اخیستل شوې او مانا د یو مانع یا خنډ په ذریعه بندونه ده. په پارلماني بهیر کې یوه پروسه ده چې سم لاسي د بحث مخه نیسي او یا بحث بندوي او رایه اخیستل کیږي. کلوچر د فرانسې له ملي شورا (French National Assembly) سرچینه اخیستې او ویلیم اېوارټ ګلډ سټون (William Ewart Gladstone) د انګلستان په پارلمان کې د دې لپاره دود کړ تر څو د ایړلنډیانو د پارلماني تنظیم (Irish Parliamentary Party) د انحراف مخه ونیسي او په کال ۱۸۸۷ کې د انګلستان په پارلمان کې دایمي شو. وروسته متحده ایالتونو او نورو ځینې هېوادونو هم دود کړ.
د کلوچر موخه داده چې کله پارلمان کې لږکي نه ختمېدونکي بحث ته ادامه ورکړي نو بحث بندیږي او رایه اخیستل کیږي. په ډېرو پارلماني سیستمونو کې کلوچر د بحث وړ نده او د عام اکثریت څخه زېاتو رایو ته اړتیا لري لکه د امریکا د سنا په جرګه کې له پنځو درېو رایو ته اړتیا لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!