Cloud rat – کلوډ موږک

د (cloudrunner) په نامه هم یادیږي. په ونه کې ژوند کوونکي (arboreal)، ورو خوځښت کوونکي، پاڼې خوړونکي (folivorous)، د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکي (nocturnal)، شخوند وهونکي ژوي (rodent) دي. شپږ ډوله لري او دوه نور ډوله یې لنډي کلوډ موږکان (Dwarf cloud rats) دي. د فلپاین په ځنګلونو کې ژوند کوي. له شپږ ډولونو څخه یې دوه ډوله غټ کلوډ موږکان (Giant cloud rats) په (genus Phloeomys) نسل کې ډلبندي شوي او څلور ډوله د ببرې لکۍ کلوډ موږکان (bushy-tailed cloud rats) په (genus Crateromys) نسل کې ډلبندي شوي.
 
غټ کلوډ موږکان
د مخروطي لکۍ کلوډ موږک (slender-tailed cloud rat) نوم هم ورته اخلي. دواړه ډولونه یې په لوزون ټاپو کې ژوند کوي، د بدن وزن یې له یو نیم تر دوه کیلو ګرامه پورې رسیږي، د بدن اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۵۰ سانتي پورې وي، په اوږدوالي کې یې لکۍ نده شامله او د لکۍ اوږدوالی یې له بدن سره تقریبا برابر وي. د (Phloeomys pallidus) ډول یې د لوزون ټاپو په شمال کې پیدا کیږي، اوږده، نرم او ګڼ وېښته لري، رنګ یې کریمي یا کم رنګه زېړ وي او تور یا نسواري خاپونه لري.د (P. cumingi) ډول یې لنډ وېښته لري، د بدن رنګ یې تېز نسواري وي، د لوزون ټاپو په سوېل کې ژوند کوي. دواړه ډولونه یې له هوارو سیمو نیولې تر غرونو پورې پیدا کیږي. خپلې ځالې د ونو په سوریانو کې جوړوي او په تازه شنو شو پاڼو ځان تغذیه کوي. په کال کې یو بچی زېږوي.
 
د ببرې لکۍ کلود موږکان
درې ډوله یې ساینسپوهانو په ۱۹۸۰لسیزه کې تشرېح کړي وو. په ۹۰ لسیزه کې یې د پنې ټاپو کلوډ موږک ( Panay Island cloud rat) علمي نوم یې (C. heaneyi) ده هم تشرېح کړ. ټول کلوډ موږکان په زړو شوو د ګرمو سیمو ځنګلونو کې ژوند کول خوښوي. اوسمهال یې نسلونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي او لامل یې د ځنګلونو وهنه او د موږکانو ښکار ده. نور درې ډوله یې اوږده وېښته لري او وېښته یې سیده او یا ګورګوتي وي.لوزون د ببرې لکۍ موږک (Luzon bushy-tailed cloud rat) علمي نوم یې (C. schadenbergi) ده د لوزون په شمال کې په غریزو ځنګلونو کې ډېر عام دي. دا ډول یوازې په همدې ټاپو کې پیدا کیږي. په دې نسل کې تر ټولو غټ ډول ده، د بدن اوږدوالی یې ۳۵ تر ۳۹ سانتي متره پورې رسیږي. د بدن رنګ یې یا تور، یا سپین او یا سپین، تور او نسواري وي. د پنې ټاپو د ببرې لکۍ موږک (bushy-tailed cloud rat of Panay Island)، علمي نوم یې (C. heaneyi) ده. د (C. schadenbergi) ډول کوچني موږکان دي. بدن یې له ۲۵ تر ۳۵ سانتي متره پورې اوږدیږي، لکۍ یې له بدن څخه اوږده وي. ډینيګټ د ببرې لکۍ موږک (Dinigat bushy-tailed cloud rat)، علمي نوم یې (C. australis) ده، بدن یې له ۲۵ تر ۳۵ سانتي متره پورې اوږدیږي او په ډینيګټ ټاپو کې ژوند کوي. سر او ملا یې غنم رنګه وي، خېټه یې نارنجي – نسواري وي. ایلین د ببرې لکۍ کلوډ موږک (Ilin bushy-tailed cloud rat)، علمي نوم یې (C. paulus) ده، په ایلین ټاپو کې ژوند کوي. بدن یې لنډ وېښته لري، پاسه برخه یې نسواري او لاندې خېټه یې کریمي وي. تر ټولو کوچنی ګروپ ده، په دې ټاپو کې په پراخه کچه ځنګلونه وهل شوي او ممکن د دې موږکانو نسل یې له منځه وړی وي.
 
ټول کلوډ موږکان د شخوند وهونکو په (order Rodentia) ډله کې د ریښتینو مږو او موږکانو له (family Muridae) کورنۍ سره تړاو لري. د لوزون د ونو له موږکانو (Luzon tree rats) سره ډېر نږدې تړاو لري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
نسل کراټېرومیس او فلویومیس
په کراټېرومیس او فلویومیس نسلونوکې لاندې ډولونه شامل دي

Genus Phloeomys

Slender-tailed Cloud Rat
Slender-tailed Cloud Rat – Phloeomys pallidus  at Cincinnati Zoo. Photo by Trisha Shears

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons