Club of the Cordeliers – کوردېلیې کلب

پخوانی نوم یې (Society of the Friends of the Rights of Man and of the Citizen) وو، په فرانسوي کې ورته (Club des Cordeliers, or Société des Amis des Droits de l’Homme et du Citoyen) نوم اخیستل کیږي. د فرانسې یو سیاسي کلب وو کوم چې په ۱۷۹۰ کې تاسیس شو موخه یې له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او له انساني حقونو څخه د سر غړونې مخنیوی وو. د کلب نوم په پاریس کې د ناستې له ځای څخه اخیستل شوی.
 
په فرانسه کې د انقلاب پر وخت په یوه سیاسي ځواک بدل شو. د ۱۷۹۱ کال د جولای په ۱۷ نېټه یې د پاچا له واکه د لرې کېدو لپاره د (Champ-de-Mars) په نامه لاریون ترتیب کړ په کوم چې ملي ګارډ برید وکړ او ۵۰ لاریونوال یې ووژل. په ۱۷۹۲ کې کله چې په فرانسه کې سلطنتي سیستم نسکور شو نو د (Danton) په څېر کسانو کوردېلیې ډلې مشري د (Antoine-François Momoro and Jacques-René Hébert) په څېر کسانو ته پرېښوده کومو چې دا سیاسي ځواک په یوه افراطي ډلې بدل کړ او د جیرونده (Girondin) ډلې په څېر منځلاري یې وځپل.
 
په وروستیو کې یې خودمختاري، مستقیمه دیموکراسي، د پاریس کومیون لپاره د بې دینۍ پروګرام غوره کړ د انقلابي ډله ایز پوځ جوړونه کې یې ونډه واخیسته او په ۱۷۹۴ کې ناکامه د قیام کولو هڅه وکړه. کله چې په ۱۷۹۴ کې جک رونې هېبر سره له ۱۷ ملګرو سره اعدام شو دا ډله هم کمزورې، بې فعالیته او وروسته له منځه ولاړه

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons